ads

د سولې د بین الافغاني خبرو اترو مړاوې هیلې

د افغان حکومت د وروستیو څرګندونو او هغو پیغامونو له مخې چې د افغان دولت د وسله والو مخالفانو د مشرانو له لوري مخابره شوي، څرګندېږي چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې د افغاني او خپلمنځي خبرو اترو لپاره لېوالتیا مخ په ډېرو ده. همدارنګه د هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت هم د دې […]

نویسنده: TKG
18 تله 1394
د سولې د بین الافغاني خبرو اترو مړاوې هیلې

د افغان حکومت د وروستیو څرګندونو او هغو پیغامونو له مخې چې د افغان دولت د وسله والو مخالفانو د مشرانو له لوري مخابره شوي، څرګندېږي چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې د افغاني او خپلمنځي خبرو اترو لپاره لېوالتیا مخ په ډېرو ده. همدارنګه د هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت هم د دې ښکارندوی دی چې بین الافغاني خبرو ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده. د افغان حکومت د وروستیو څرګندونو او هغو پیغامونو له مخې چې د افغان دولت د وسله والو مخالفانو د مشرانو له لوري مخابره شوي، څرګندېږي چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې د افغاني او خپلمنځي خبرو اترو لپاره لېوالتیا مخ په ډېرو ده. همدارنګه د هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت هم د دې ښکارندوی دی چې بین الافغاني خبرو ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده.
د افغان دولت وسله والو مخالفانو تر بل هر وخت د دولت پرمخ د خپل ځواک څرګندويي کړې او افغان دولت هم له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په ترڅ کې د نړۍ په هېوادونو پورې له خپلو تړلو هیلو څخه په شا شوی دی. جمهور رئس اشرف غني د تلې په ۶مه ژورنالیستانو ته وویل:(( داسې نه کېږي چې پاکستان په خپل هېواد کې د مخالفانو پر ضد جدي موضع ونیسي او د هغو مخالفانو پر وړاندې چې د هغوی له خاورې د افغانستان د بربادۍ لپاره کار کوي، بله موضع ولري.)) د لوی اختر په مناسبت؛ هم جمهور رئیس غني او هم د طالبانو مشر د سولې پیغامونه خپاره کړل او هر یوه د بین الافغانی خبرو اترو او د نورو هېوادونو د لاسوهنې پر مخنیوي ټینګار وکړ. جمهور رئیس غني د لوی اختر په ورځو کې له یو شمېر قومي مشرانو او د ولایتي شوراګانو له استازو سره وویل چې باید د سولې د خبرو اترو لپاره زمینه مساعده شي. تر هغه مخکې د طالبانو نوي مشر ملااخترمحمد منصور په خپل اختریز پیغام کې ویلي وو چې د افغانانو د ستونزې د حل په پلمه هر ډول بهرنی فشار، نه یوازې ستونزې نه شي حل کولای، بلکې د نورو ستونزو د زېږېدو سبب کېږي.
دولتي موضع
له دې سره سره چې ملي وحدت حکومت د رامنځته کېدو له ورځې ډېره هڅه وکړه چې له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې د پاکستان همکاري جلب کړي، خو د ملامحمد عمر د مرګ د خبر تر افشا کېدو وروسته، د دواړو هېوادونو پر اړیکو د بې باورۍ فضا سیوری وغوړاوه او د سولې خبرې اترې یې وځنډولې. بل لور ته د سولې له خبرو اترو سره جوخت او د افغانستان او پاکستان د اړیکو تر تودېدو وروسته، د هېواد په بېلابېلو ښارونو په تېره بیا په کابل کې یو لړ انتحاري حملې وشوې چې په کې پاکستان ته ګوته ونیول شوه او دغې مسئلې د خلکو غوسه راوپاروله. مدني فعالانو او بنسټونو په دې ارتباط پراخ اعتراضونه وکړل او پاکستان یې د دغو حملو مسوول وباله، ان د افغانستان اجرائیه ریاست وویل چې د پاکستان پر ضد به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې شکایت درج کړي. همدارنګه جمهور رئیس غني په خپل اختریز پیغام کې وویل چې د سولې د تامین لپاره به ننواتې ونه کړي. جمهور رئیس غني په ارګ کې له قومي مشرانو او د ولایتي شوراګانو له استازو سره په لیدنه کې د پاکستان مغرضانه سیاستونه ورټل او ټینګار یې وکړ چې باید د هېواد په دننه کې د سولې لپاره کار وشي. جمهور رئیس وویل چې سوله د افغانستان د خلکو هیله او حق دی او د هغې لپاره به زارۍ ونه کړي: ((یو برحقه او قضاوت لرونکی انسان نشي کولای موږ ملامته کړي چې د سولې د خبرو لپاره مو له پاکستان سره لوی ګامونه نه دي پورته کړي.)) جمهور رئیس غني په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د پاکستان له نااعلان شوې جګړې څخه هم انتقاد وکړ او د دغه جنګ پر ختمېدو یې ټینګار وکړ: ((حد اقل ۱۴ کاله کېږي چې افغانستان له دغه هېواد( پاکستان) سره په یوه نااعلان شوي جنګ کې قرار لري او موږ د دغه جنګ د ختمېدو غوښتونکي یو، نه دا چې زارۍ وکړو، ځکه سوله زموږ د ملت حق دی.)) خو جمهور رئیس د دولت په اړه د خلکو له بې باورۍ څخه اندېښنه وښوده او د ملت او دولت ترمنځ واټن یې د هېواد اساسي ستونزه وبلله. له دې کبله جمهور رئیس د هېواد د کرارۍ او سولې ته د لاس موندلو په برخه کې له خلکو وغوښتل چې د ستونزو پر وړاندې په وحدت او یو موټي توب سره مبارزه وکړي. د دې ترڅنګ جمهور رئیس غني وړاندې ویلي وو چې (( نړۍ ته د افغانستان حقانیت ثابت شوی او پاکستان له دوو څخه ډېرې لارې نه لري، یا دا چې د تندلاري توب پر وړاندې به له ګاونډیو هېوادونو سره مبارزه کوي او یا به منزوي کېږي)).
سربېره پر دې چې افغان حکومت د سولې بین الافغاني خبرو ته لېوالتیا ښودلې، مدعي دی چې د سولې لپاره فرامنطقوي هڅې یې هم پیل کړې دي، څو د سیمې او نړۍ هېوادونه د خبرو اترو مېز ته د طالبانو په راکشولو مجبور کړي او پر دغه هېواد فشار راوړي چې په دغه برخه کې صادقانه عمل وکړي.

د طالبانو سنګرنیونه
له دې سره سره چې د جمهور رئیس اشرف غني د حکومت په یوه کلنه موده کې د لومړي ځل لپاره افغان مرکچیانو د طالبانو له غړو سره په پاکستان کې مخامخ لیده کاته وکړل، خو طالبانو هڅه کړې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خپلو بریدونو په ډېرولو سره خپل ځواک وښيي او ډېر امتیازونو ترلاسه کړي. له بل لوري د طالبانو نوي مشر د سولې د خبرو اترو په رابطه خپل متفاوت پیغام هم رسنیو ته استولی چې په هغه کې د پخوا په نسبت یو څه نرمښت تر سترګو کېږي. دا په داسې حال کې ده، تر هغه وروسته چې ملااخترمحمد د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو، د سولې له پروسې سره یې په کلکه مخالفت وکړ. هغه په خپل غږیز پیغام کې ویلي وو، جهاد به تر هغې دوام وکړي چې په افغانستان کې اسلامي او شرعي نظام واکمن شي. خو دا ځل هغه په خپل اختریز پیغام کې د سولې په اړه په احتیاط خبرې کړې او ویلي یې دي چې د افغانانو د داخلي ستونزو حل باید په داخلي تفاهم کې ولټول شي، هغه ویلي: (( خبرې اترې باید د شریعت له اصولو، جهادي ارمانونو او زموږ د ملي ګټو سره په مطابقت کې قرار ولري.)) په عین حال کې د طالبانو مشر ویلي، کابل هڅه کوي چې د هېواد په شمال کې د طالبانو بریاوې د ګاونډیو هېوادونو لپاره د یوه خطر په توګه انځور کړي. نوموړي د افغانستان شمالي ګاونډیانو ته په خطاب کې ویلي چې هغوی( طالبانو) ته باید د دښمن په سترګه ونه ګوري.
دا په داسې حال کې ده چې د سږني کال له پیله شمالي ولایتونه د طالبانو له بریدونو سره مخ دي، تر دې چې دغې ډلې کابو لس دولس ورځې مخکې کندوز سقوط کړ چې اوس بیرته د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلی دی. افغان دولت په وار وار ویلي، طالبان هڅه کوي چې په شمال کې د خپلو نفوذ په پراخولو سره منځنۍ اسیا ته لاره پرانیزي.

زاړه شرطونه او نوې هیلې
د سولې لپاره د طالبانو یو شرط له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي. دا د طالبانو زړو شرط دی او داسې ښکاري چې په  خپل ځای پاتې دی. د طالبانو نوي مشر په دې اړه ویلي، هغه وخت په افغانستان کې سوله راتلی شي چې افغانستان د پردیو له اشغال څخه راووځي. ملااخترمحمد ویلي، که افغان حکومت په افغانستان کې د جګړې پای او د سولې تامین غواړي باید له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لغوه کړي.
ډېری په دې عقیده دي چې د طالبانو همدغو تکراري شرطونو د سولې د خبرو اترو مخه نیولې ده. مګر د سولې عالي شورا بیا په دې باور ده چې دغه شرطونه به په راتلونکې کې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې ستونزې ونه زېږوي. د سولې د عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد کلید ته وویل، له دې مخکې هم د طالبانو له لوري شرطونه مطرح شوي وو، خو له هغې سره سره هم د طالبانو او افغان دولت ترمنځ په اسلام اباد کې غونډه وشوه. د سولې د عالي شورا دا غړی که څه هم د سولې د بل پړا خبرو اترو د پیلېدو په اړه څه نه وايي، ولې ټینګار کوي چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د سولې د خبرو اترو د بیا پیلېدو لپاره هڅې روانې دي.
خو د ولسي جرګې غړي بیا طالبان د پاکستان لاسپوڅي ګڼي. د ولسي جرګې د نړیوالو چارو د کمسیون غړی عبدالقادر ځاځی وايي: (( له ملااخترمحمد څخه زما پوښتنه دا ده، که تاسو وایاست چې افغانستان اشغال شوی؛ نو ستاسو تحریک هم اشغال شوی دی. کله چې د پاکستان په تمویل او تجهیز افغانستان ته راځئ، په دې معنی ده چې تاسو هم افغانستان اشغالوئ.))
په هرحال ځینې منتقدین د افغان حکومت او طالبانو وروستی سنګرنیونې په دې تعبیروي چې دواړه لوري د بین الافغاني خبرو اترو لپاره لېوالتیا لري. خو ایا دا خبرې اترې به ترسره شي؟ ایا د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه به پرېږدي چې په افغانستان کې سوله قایمه شي؟ ایا د جمهور رئیس اشرف غني په مشرۍ حکومت به وتوانېږي چې د خلکو دا ارمان پوره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA