ads

امريكا دمګړۍ د سولې په اړه د پرمختګ امكان نه ويني

د امريكا متحده ايالاتو ويلي، له طالبانو سره په اوسمهال كې د روغې جوړې د خبرو په برخه كې د كوم پرمختګ امكان نه ويني.د امريكا د خارجه وزارت وياند جان كربي په دې اړه د اوونيز خبري كنفرانس پر مهال ويلي، هېواد يې په دې هم نه دى پوه چې پاكستان افغانستان ته له […]

نویسنده: TKG
18 تله 1394
امريكا دمګړۍ د سولې په اړه د پرمختګ امكان نه ويني

د امريكا متحده ايالاتو ويلي، له طالبانو سره په اوسمهال كې د روغې جوړې د خبرو په برخه كې د كوم پرمختګ امكان نه ويني.
د امريكا د خارجه وزارت وياند جان كربي په دې اړه د اوونيز خبري كنفرانس پر مهال ويلي، هېواد يې په دې هم نه دى پوه چې پاكستان افغانستان ته له افغان طالبانو سره د خبرو په برخه كې د همكارۍ څه ډول تازه ژمنه وركړې ده، خو په وينا يې امريكا هيله لري چې د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ ترسره شي. د امريكا متحده ايالاتو ويلي، له طالبانو سره په اوسمهال كې د روغې جوړې د خبرو په برخه كې د كوم پرمختګ امكان نه ويني.
د امريكا د خارجه وزارت وياند جان كربي په دې اړه د اوونيز خبري كنفرانس پر مهال ويلي، هېواد يې په دې هم نه دى پوه چې پاكستان افغانستان ته له افغان طالبانو سره د خبرو په برخه كې د همكارۍ څه ډول تازه ژمنه وركړې ده، خو په وينا يې امريكا هيله لري چې د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.
كربي زياته كړه امريكا د سولې خبرې نه يوازې د افغانستان د ثبات لپاره مهمې بولي بلكې په وينا يې دا به د سيمې لپاره يو مهم پرمختګ وي.
دا په داسې حال كې ده چې اسلام اباد په تازه مورد كې ويلي، كه چېرې افغان حكومت او طالبان وغواړي نو پاكستان چمتو دى چې د سولې د پروسې په برخه كې مرسته وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA