د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون په زمبابوې كې د دغه هېواد يوې ځايي لوبډلې چيرمين الېون (Chairman XII)ته ماتې ورکړه. د دې تمريناتي لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون په زمبابوې كې د دغه هېواد يوې ځايي لوبډلې چيرمين الېون (Chairman XII)ته ماتې ورکړه.
د دې تمريناتي لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۳۵۶ منډې جوړې او سيالې لوبډلې ته يې ۳۵۷ منډې هدف وټاكه، خو د زمبابوې چيرمين الېون لوبډلې ورکړل شوى هدف پوره نه کړاى شو، په ۴۸ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړ په سوځېدو ۲۸۶ منډې جوړې كړې او سيالي د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
په دې لوبه كې نور علي ځدران ۹۸، نوروز منګل ۶۲، شهزاد محمدي ۷۸، اصغر ستانکزي ۲۳، نبي عيسى خېل ۴۶ او نجيب الله ځدراڼ ۳۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ملي لوبډلې توپ اچونکو له لوري ميرويس اشرف، دولت ځدراڼ، نوروز منګل او حمزه هوتک دوه دوه، افتاب عالم او فريد ملک يو يو لوبغاړى وسوځاوه.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله به دوه نورې تمريناتي لوبې هم وكړي او تر هغې وروسته به د زمبابوې له ملي لوبډلې سره پنځه يو ورځنۍ او دوه شل اوريزې نړيوالې لوبې ترسره كړي.


