د روسیی جمهور رئيس په سوریه کې خپلو سرتېرو ته د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د ژوندي نیولو حکم ورکړی دی.
د مسكو د رسنيو د راپور له مخې د روسیې جمهور رئيس ویلادیمیر پوټین په سوریه کې خپلو سرتیرو ته امر کړی چې که چېرې ترهګر ژوندي نه شي نیولی، نو جسدونه یې بايد روسیی ته انتقال کړي.

پوټین خپلو سرتېرو ته په خطاب كې زياته كړې، د عملیاتو پر مهال دې هڅه وشي چې د داعش مشر البغدادي دې ژوندی ونیول شي.
بله غاړه د روسیی د دفاع وزارت ویاند ایوګوکوناشنکوف ویلي، په سوریه کې يې جنګي الوتکو د داعش نظامي مرکزونه په نښه کړي او ګڼه مرګ ژوبله یی اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او متحدینو یی په سوریه کې د روسیې نظامي عملیات غندلي او دا یی په سیمه کې د بشار الاسد مخالفو وسله والو د له منځه وړلو لپاره د روسيې یوه بهانه بللې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ