د امريكا د راتلونكي كال جمهوري رياست ته د ډيموكراټانو د ګوند كانديده او پخوانۍ خارجه وزيره هيلري كلنټن په خپله انتخاباتي مبارزه كې ويلي، كه د جمهوري رياست چوكۍ ته ورسېده نو له افغانستانه به امريكايي پوځونه ونه باسي. د امريكا د راتلونكي كال جمهوري رياست ته د ډيموكراټانو د ګوند كانديده او پخوانۍ خارجه وزيره هيلري كلنټن په خپله انتخاباتي مبارزه كې ويلي، كه د جمهوري رياست چوكۍ ته ورسېده نو له افغانستانه به امريكايي پوځونه ونه باسي.
هغې ويلي، په افغانستان كې د طالبانو بيا راټوكېدل خطرناك دي او دا به پرېنږدي چې دغه وسله واله ډله يو ځل بيا غښتلې شي.
هغې وويل، د افغان حكومت ملاتړ ته به دوام وركړي، د دې لپاره به خپل ځواكونه په افغانستان كې پرېږدي او سيمې ته د طالبانو لخوا د خطر د متوجه كېدو مخه به ونيسي، بلكې دغه ډله به سر پورته كېدو ته پرېنږدي.
نوموړې دغه خبرې د امريكا نيوهيمپشاير ايالت كې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته د يوې افغانې مېرمنې د پوښتنې په ځواب كې وكړې چې ايا د دې حكومت به د بيا راپورته شويو طالبانو پر وړاندې برنامه ولري كه نه.
هيلري كلنټن زياته كړې چې نه پوهېږي د ۲۰۱۷ كال د جنورۍ په مياشت كې چې ممكن دا په كې د امريكا جمهور رياست ته ورسېږي، د سيمې حالات به څه ډول وي؟
خو په وينا يې په دې خبره ده چې افغانان له افراطي ډلو او تشدد څخه خلاصي ته په تمه دي، ځكه به نو دا هڅه وكړي چې په دې برخه كې افغانستان او امريكا ډېر نږدې پاتې شي.


