د امریکا څارګرې ادارې منحرف شوي ایجنټ ایډوارډ اسنوډن ويلي،چې برتانیا څارګري ادارې په پاکستان کې جاسوسي کوله او پټ معلومات یی تر لاسه کول.
د برېټانيا یوې خبري سرچینې د سنوډن له قوله ویلي، چې د برېټانيا جي سي ایچ کیو څارګرې ادارې كسان د پاکستان کمپیوټري سیستم کې ور داخل شوي وو او د پاکستان په اړه یی یو لړ معلومات تر لاسه کول. د امریکا څارګرې ادارې منحرف شوي ایجنټ ایډوارډ اسنوډن ويلي،چې برتانیا څارګري ادارې په پاکستان کې جاسوسي کوله او پټ معلومات یی تر لاسه کول.
د برېټانيا یوې خبري سرچینې د سنوډن له قوله ویلي، چې د برېټانيا جي سي ایچ کیو څارګرې ادارې كسان د پاکستان کمپیوټري سیستم کې ور داخل شوي وو او د پاکستان په اړه یی یو لړ معلومات تر لاسه کول.
نوموړي ویلي، د برېټانيا څارګرې ادارې همدا راز د پاکستان کمپیوټري سیستم ناکاره کولو هڅې هم کړي دي، تر څو له دې لارې د ترهګرو پیژندګلوي او ځای ځایګي په اړه معلومات تر لاسه کړي.
سنوډن ویلي، د سمارټ فون سیستم ته ننوتل د برېټانيا جاسوسې ادارې ته ډير اسانه وو او هر وخت یی کولی شول چې د پاکستان کمپیوټري سیستم ته ور داخل شي.
د امریکا څارګرې ادارې دغه تښتیدلي جاسوس تر دې وړاندې د یو شمیر نورو هیوادونو په اړه پټ رازونه هم افشا کړي دي.


