د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د کارګر ګوند د تاسیس کلیزې په درشل کې له خپل پوځ او خلکو غوښتي چې خپل هېواد د دفاع لپاره هر مهال چمتو واوسي.
د شمالي کوریا کمونیست رهبر دا تازه غوښتنه په داسې حال كې كړې چې له جنوبي کوریا د دغه هېواد اړيكې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي. د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د کارګر ګوند د تاسیس کلیزې په درشل کې له خپل پوځ او خلکو غوښتي چې خپل هېواد د دفاع لپاره هر مهال چمتو واوسي.
د شمالي کوریا کمونیست رهبر دا تازه غوښتنه په داسې حال كې كړې چې له جنوبي کوریا د دغه هېواد اړيكې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.
ټاکل شوې د اکتوبر په لسمه د شمالي كوريا د کارګر ګوند اویایمه کلیزه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شي.
شمالي کوریا به د دې ورځې په نمانځنه كې يو شمیر بالستیک توغندیي هم و ازمايي.
شمالي کوریا یو اتوم لرونکی هیواد بلل کیږي چې له جنوبي کوریا څخه په پنځوسمه میلادي لسیزه کې تر جلا کیدو وروسته دواړه هیوادونه څو واره د جګړې پولو ته هم رسیدلي دي.
امريكا په دې اختلافاتو كې د جنوبي كوريا ملاتړې ده او دا مهال يې زرګونه سرتېري په دغه هېواد كې د شمالي كوريا د بريدونو د تمبولو لپاره دېره كړي دي.


