په خوست ولايت كې د كركټ د ۱۲ ټيمونو تر منځ د خوست چلنج كپ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې.
د دې سياليو د لړۍ مسوول جهاد سنګين كليد ته وويل، دغه لوبې به ۱۷ ورځې دوام وكړي چې د ۱۲ لوبډلو په منځ كې به يې د كوزې پښتونخوا لوبغاړي هم ولوبېږي او ګټونكې لوبډله به په دوه زره ډالري جايزه هم ونازول شي. په خوست ولايت كې د كركټ د ۱۲ ټيمونو تر منځ د خوست چلنج كپ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې.
د دې سياليو د لړۍ مسوول جهاد سنګين كليد ته وويل، دغه لوبې به ۱۷ ورځې دوام وكړي چې د ۱۲ لوبډلو په منځ كې به يې د كوزې پښتونخوا لوبغاړي هم ولوبېږي او ګټونكې لوبډله به په دوه زره ډالري جايزه هم ونازول شي.
جهاد سنګين وايي، د سياليو له پيلولو يې هدف په خوست كې د محلي كركټ وده او پراختيا ده، تر څو ځوانان د نشو او نورو بېلاريو نه د كركټ په لور تشويق شي.
بلخوا د کرکټ لوبغاړي هم د خوست چلنج كپ سيالۍ ګټورې بولي او وايي، د دا ډول سياليو په جوړېدو دوى ته موقع وركول كېږي چې خپل استعدادونه ښكاره او تمرينات زيات كړي.
ددوی په خبره په خوست کې دکریکټ په برخه کې ښه لوبغاړي شته خو غوښتنه کوي چې کریکټ بورډ دې ورته لازم سهولتونه برابر کړي.
د یادولو ده چې د خوست چلینج کپ سیالۍ د دې ولايت په نوي جوړ شوي خصوصي لوبغالي کې ترسره کیږي چې تر دې وړاندې هم په كې د احمد شاه ابدالي ابدالي څلور ورځنۍ او شل اوريزې لوبې ترسره شوې دي.


