د پاکستان په ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې په بیلابیلو پیښو کې د یو سوداګر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د پولیسو په خبره لومړی برید د ګلستان جوهر سیمه کې نا معلومه موټرسایكل سپرو يو ۴۰کلن کس په ډزو وواژه او پخپله په تیښته بریالي شول. د پاکستان په ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې په بیلابیلو پیښو کې د یو سوداګر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د پولیسو په خبره لومړی برید د ګلستان جوهر سیمه کې نا معلومه موټرسایكل سپرو يو ۴۰کلن کس په ډزو وواژه او پخپله په تیښته بریالي شول.
دغه راز په سرجاني ټاون او حیدر چشمه كوټ سیمو کې دوه نور کسان هم په ډزو وژل شوي دي.
د ځایي چارواکو په خبره د برید سیمه کې یی څو خلطې مرمۍ هم موندلې دي، خو تر اوسه بریدګر نه دي نیول شوي.
په کراچۍ کې له تېرو شلو کلونو راهیسې په هدفي وژنو کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډېر کله یی پړه د مهاجر غورځنګ ایم کیو ایم پر پلویانو ور اچول کیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


