پر كندوز د وسله والو مخالفینو تر حملې پر غزني ښارهم د وسله والو مخالفینو د ورته ډله يیز برید آوازی د خلکو په منځ کی ګرمې شوي دي.
داسی ویل کیږی چی سلګونه کورني او بهرني وسله وال دغزني ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې پر دغه ښار د حملې په هدف را غونډ شوي او موقع ته انتظار باسي، خو د دې ولايت چارواكي وايي، د مخالفینو د هر راز برید مخنیوي او ځپلو ته پوره چمتووالی لری. پر كندوز د وسله والو مخالفینو تر حملې پر غزني ښارهم د وسله والو مخالفینو د ورته ډله يیز برید آوازی د خلکو په منځ کی ګرمې شوي دي.
داسی ویل کیږی چی سلګونه کورني او بهرني وسله وال دغزني ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې پر دغه ښار د حملې په هدف را غونډ شوي او موقع ته انتظار باسي، خو د دې ولايت چارواكي وايي، د مخالفینو د هر راز برید مخنیوي او ځپلو ته پوره چمتووالی لری.
د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي دا مني چې د دولت سلګونه وسله وال مخالفین د ګڼ شمېر بهرنیو وسله والو په ملتیا د دې ولایت پر مركز د بريد تابيا لري.
دى وايي، كويټې شورا د غزني د نيولو پلان ترتيب كړى او همدا اوس له میدان وردګ، پكتيا، لوګر او ځینې نورو ولایتونو څخه يو پراخ شمېر وسله وال مخالفین همدې هدف ته د رسېدو په خاطر غزني ته راټولېږي: (( له دوى سره بهرني وسله وال پاکستانیان، چچینیایان، ازبک او عربان هم دي او حتى د جګړې مديريت د همدې بهرنيو وسله والو په لاس كې دى.))
خو د غزني د والي مرستيال احمدي په وينا، ددی ولایت چارواکي او امنیتي ځواکونه هم آرام نه دي ناست بلكې د مخالفينو د پلانونو شنډولو په هدف يې كلك امنيتي تدابير نيولي دي.
دى وايي، له لسو ورځو راهيسې دا ګنګوسې پيل شوي چې پر غزني ښار به د طالبانو سخته حمله كېږي: (( له هماغې ورځې وروسته موږ هره ورځ امنیتي ناستې لرو، د مرکز او ښار په شاوخوا کې مو درې امنیتي کمربندونه ایجاد کړي، د ګزمې دوه ډلې لرو چې د خطر پر مهال د برید صلاحیت هم لري، له مرکز کابل او زون څخه هم کومکي ځواکونه غزني ته راغلي، ان شالله عام وتام چمتووالی لرو.))
محمد علي احمدي، دا هم مني چې د غزني ښار یو شمېر اوسیدونکو پر دغه ښار د مخالفینو د احتمالي برید له ډاره خپل کورونه پریښي دي، خو هغه خلکو ته ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه به د ولس له ژوند او مال څخه په کلکه ساتنه وکړي.
د هغه په وینا د غزني د مرکز اوسیدونکو هم له دوی سره ژمنه کړې چې د مخالفینو د برید په صورت کې به د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي: ((خلک دې ډاډه وي كندوز او غزني ډېر توپیر لري، په ولسوالیو او د مرکز په ډېرى سیمو کې خلک اوس لا د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته راغلي او هره شیبه له خپلو سیمو څخه د مخالفینو د تحرکاتو په اړه موږ ته معلومات راکوي.))
مرستیال والي زياته كړه، له څو ورځو راهیسې يې د دې ولایت پر ځینو ولسوالیو د وسله والو مخالفینو ګڼ بریدونه پر شا تمبولی دي او له وسله والو يې د افغان ځواكونو پر وړاندې د جګړې توان اخستى دى.
د والي مرستيال د غزني پر ښار جګړې ته خپه نه دى خو له دې سره سره پر دغه ښار د وسله والو مخالفینو احتمالي برید ولسي وګړي سخت اندیښمن کړي او ویره لري چې د دوی برخلیک هم د كندوز میشتو په شان نشي.
په غزني کې د پیوند مدني ټولنې غړي محمد جاوید کلید سره په دې اړه مركه كې وويل، دوی كندوز ته په کتو ډېر اندیښمن دي او نه غواړي چې دوی هم د كندوزیانو له تریخ برخلیک سره مخامخ ششي: (( خو موږ بيا هم د خپلو امنیتي ځواکونو پر وړتیا باور لرو او هغه حالت به كه خداى كول دلته رانه شي ))
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې امنیتي وضعه د پخوا په پرتله خرابه شوې او د دې ولایت د ۶ ولسوالیو مرکزونه د غزني مرکز شاوخوا ته را انتقال شوي دي.
دغه راز په ډېرى ولسواليو كې امنيتي پوستې هم له لېرې پرتو سيمو د ولسواليو بازارونو ته رالېږدول شوې دي.


