ads

د چين، جاپان او ايرلنډ ۳ پوهانو د طب نوبل جايزې وګټلې

د چين، جاپان او  ايرلنډ درې ساينسپوهان د پرازيتي باكټرياو په اړه د ژورو تحقيقاتو او انسانيت ته د خدمتونو له كبله د طب په نوبل جايزو ونمانځل شول.په دې اړه سټاك هوم كې د ترسره شويو مراسمو پر مهال د نوبل جايزې چارواكو وويل چې دغو ساينسپوهانو د ملاريا رامنځته او د سترګو د […]

نویسنده: TKG
14 تله 1394
د چين، جاپان او ايرلنډ ۳ پوهانو د طب نوبل جايزې وګټلې

د چين، جاپان او  ايرلنډ درې ساينسپوهان د پرازيتي باكټرياو په اړه د ژورو تحقيقاتو او انسانيت ته د خدمتونو له كبله د طب په نوبل جايزو ونمانځل شول.
په دې اړه سټاك هوم كې د ترسره شويو مراسمو پر مهال د نوبل جايزې چارواكو وويل چې دغو ساينسپوهانو د ملاريا رامنځته او د سترګو د ديد كموونكې ((ريوربلاينډ)) پرازيټي باكټرياو په اړه كامياب تحقيقات كړي او نوې مؤثرې دواوې يې ايجاد كړې وې.

د نوبل د طب دا درې جايزې د ايرلنډ ويليام كميبل، د جاپان ساټوشي اومورا او د چين ښځينه ساينسپوهې تويويو ته وركړل شوې.
كميبل او اومورا په افريقا او اسيا كې د سلګونه زره خلكو د پرازيټي ناروغيو د تداوۍ په خاطر ايورميټكن او ليمپفاټيك فيلاريسز دواګانې جوړ كړې وې، خو چينايي تويويو بيا د ملاريا پر وړاندې د مدافعتي نظام د قوي كولو په خاطر ارټي ميزينين دوا جوړه كړې وه.
نوموړې ويلي، دا دوا يې ځكه جوړه كړې چې اوس په نړۍ كې د ملاريا د علاج لپاره كارېدونكي درمل ورځ تر بلې خپل اثر له لاسه وركوي او ملاريا يې د كمېدو و پر ځاى ډېره كړې ده، خو كومه دوا چې دې جوړه كړې ده په افريقا كې ورسره هر كال د يو لك ناروغانو ژوند ژغورل كېږي.
د ساټوشي او كميبل لخوا د ريوربلاينډ ناروغيو لپاره ايجاد كړيو درملو بيا په افريقا كې د سترګو  او جلدي ناروغۍ ريوربلاينډ سلګونه زره ناروغان ژغورلي دي.
په افريقا كې د دغې دوا له ايجاد وړاندې ۹۰ فيصده خلك د دغې ناروغۍ ښكار وو او ويل كېږي چې د ملاريا له كبله هم هر كال ۴۰۰ زره كسان مري.
د نوبل جايزې وركوونكې اداره وايي، درې واړو طبي پوهانو د انسانيت د ژغورلو لپاره په نوي عصر كې تر ټولو ستر خدمت كړى دى او سلګونه زره خلك يې له وژونكو ناروغيو ژغورلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA