ads

د مېنا پېښې په تړاو، ايران پر سعودي د بريد ګواښ كړى

ايراني حکومت ګواښ کړى، چې د دغه هېواد د ورکو شويو حاجيانو د نه پيدا کېدو په صورت کې به پر سعودي عربستان بريد وکړي.عربي او ايراني رسنيو ويلي، چې ايران نږدې دوه زره توغندي د سعودي عربستان په لور برابر کړي او له دغه هېواده يې غوښتي، چې د وركو شويو ايراني حاجيانو برخليک […]

نویسنده: TKG
14 تله 1394
د مېنا پېښې په تړاو، ايران پر سعودي د بريد ګواښ كړى

ايراني حکومت ګواښ کړى، چې د دغه هېواد د ورکو شويو حاجيانو د نه پيدا کېدو په صورت کې به پر سعودي عربستان بريد وکړي.
عربي او ايراني رسنيو ويلي، چې ايران نږدې دوه زره توغندي د سعودي عربستان په لور برابر کړي او له دغه هېواده يې غوښتي، چې د وركو شويو ايراني حاجيانو برخليک معلوم کړي. ايراني حکومت ګواښ کړى، چې د دغه هېواد د ورکو شويو حاجيانو د نه پيدا کېدو په صورت کې به پر سعودي عربستان بريد وکړي.
عربي او ايراني رسنيو ويلي، چې ايران نږدې دوه زره توغندي د سعودي عربستان په لور برابر کړي او له دغه هېواده يې غوښتي، چې د وركو شويو ايراني حاجيانو برخليک معلوم کړي.
ايراني چارواکو ويلي، چې ښايي ايراني زيارت کوونکي د اسراييلو لخوا تښتول شوي وي.
عرب ټايمز خبري سرچينې د ايران د لوى درستيز له قوله ويلي، چې د سپاه پاسداران سرتېري د مسلمانانو په تېره بيا د ايراني حاجيانو عزت او کرامت د دفاع لپاره بشپړ چمتووالى لري.
بايد ياده شي، چې د منا په پېښه کې د ايران لسګونو حاجيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او يو شمېر نور ورک دي، چې تر اوسه يې څرک نه دى لګېدلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA