ads

بغداد: درې پرلپسې موټر بم چاودنې، ۵۷ مړه، لسګونه ټپيان

د عراق په پايتخت بغداد کې دريو پرلپسې موټر بم چاودنو کې ۵۷ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.د رپوټونو له مخې، لومړۍ چاودنه پرون د بغداد په ختيځ  كې يوه مارکېټ ته څېرمه وشوه، چې له كبله يې ۳۵ تنه ووژل شول. د عراق په پايتخت بغداد کې دريو پرلپسې موټر […]

نویسنده: TKG
14 تله 1394
بغداد: درې پرلپسې موټر بم چاودنې، ۵۷ مړه، لسګونه ټپيان

د عراق په پايتخت بغداد کې دريو پرلپسې موټر بم چاودنو کې ۵۷ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د رپوټونو له مخې، لومړۍ چاودنه پرون د بغداد په ختيځ  كې يوه مارکېټ ته څېرمه وشوه، چې له كبله يې ۳۵ تنه ووژل شول. د عراق په پايتخت بغداد کې دريو پرلپسې موټر بم چاودنو کې ۵۷ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د رپوټونو له مخې، لومړۍ چاودنه پرون د بغداد په ختيځ  كې يوه مارکېټ ته څېرمه وشوه، چې له كبله يې ۳۵ تنه ووژل شول.
دويمه چاودنه د بغداد په حسينه سيمه کې شوې، چې پکې ۱۲ تنه وژل شوي دي.
همدا راز په الزبير سيمه کې بلې موټر بم چاودنې لس تنه وژلي دي.
په دغو موټر بم چاودنو کې ګڼو ودانيو او دوكانونو ته هم زيان اوښتى.
تر اوسه د دغو چاودنو مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA