په پکتیکا ولایت کې نن د ښوونکي د ورځې په مناسبت په مختلفو ښوونځيو كې نمانځغونډې او مراسم نيول شوي وو چې تر ډېره په كې د ښوونكو پر ستونزو بحثونه وشول.
د دې ورځې په مناسبت يو شمېر ښوونكو ويلي، په تېرو ۱۴کلونو کې د ښوونک ژوند ته لکه څنګه چې ښايي هېڅ پاملرنه نه ده شوې. په پکتیکا ولایت کې نن د ښوونکي د ورځې په مناسبت په مختلفو ښوونځيو كې نمانځغونډې او مراسم نيول شوي وو چې تر ډېره په كې د ښوونكو پر ستونزو بحثونه وشول.
د دې ورځې په مناسبت يو شمېر ښوونكو ويلي، په تېرو ۱۴کلونو کې د ښوونک ژوند ته لکه څنګه چې ښايي هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
دوی وايي، لا هم د هیواد په هر ګوټ کې ښوونکي د نا امنیو ترڅنګ له فقر، بې وزلۍ، بې كورۍ او ډېرو نورو ستونزو سره لاس اوګرېوان دي.
د پکتیکا د مرکز حضرت بلال(رض) د لېسې ښوونکي سیف الرحمن شهاب په دې اړه کلید ته وويل، دا مهال د هېواد ټول ښوونكي په خورا زياتو ستونزو كې راګېر دي خو دولت يې تر اوسه تريخ ژوند ته هېڅ پاملرنه نه ده كړې.
شهاب وايي، په دې نظام کې نورو ټولو ادارو او خلکو څه ناڅه پرمختګ کړی خو ښوونکي لاهماغسي پاتې دي او هیچا هم د دوی د ژوند د ښه كېدو پاڼه نه ده اړولې: ((په ټولنه کې تر ټولو لوی مسؤولیت چې د انسانانو د ذهنونو جوړونه ده د ښوونکي پرغاړه دی خو بېرته ښوونكي ته ډېر په نه سترګه كتل كېږئ چې دا د دې نظام یوه بدبختي بللی شو.))
نوموړی، له دولته غواړي چې له دې وروسته د ښوونكو معنوي او مادي برخو ته پوره پاملرنه وكړي او د ژوند مهې اسانتياوې ورته برابرې كړي.
یوبل ښوونکي نیازمحمد تسل هم د دې ورخې په مناسبت کلید ته شكايت درلود او ويل يې په تېرو كلونو كې رښتيا هم د ښووكو معنوي او مادي وضعيت ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
تسل زياته كړه، دولت بايد د ښوونكو معاشات د امكان تر حده لوړ كړي، د اوسېدو ژمنه شوې نومرې ورته وركړل شي او تر څنګ يې د ښوونكو معنويت ته هم توجه وكړي: ((دولت دې د تېر په څېر تش په خوله وعدې یا د کاغذ پر مخ ښوونکي نه غولوي بلکه په عمل کې دې ورته کار وکړي.))
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست ویاند محمدالله همتیاركليد ته د ښوونكو ستونزې تاييد كړې خو زياته كړه چې دوی په پکتیکا کې د ښوونکو لپاره د هر ډول اسانتیاو د برابرولو په هڅه کې دي او ورته ژمن دي: ((په پکتیکا کې د ښوونکو یو عصري ښارګوټی هم افتتاح شوی چې ډېر ژر به یې په ښوونکو د نومرو د وېش لړۍ پیل شي.))
د همتيار د معلوماتو په اساس دا مهال په پکتیکا كې ټول ټال ۳۶۱ بابه ښوونځي فعال دي چې ۶۲ یې لېسې ۶۱ یې منځني ښوونځي او۲۳۸ یې لومړني ښوونځي دي.
په دې ټولو تعليمي بنسټونو كې یولک اته پنځوس زره نهه سوه درې اتیا زده کوونکي په زده كړو بوخت دي چې نهه ویشت زره پنځه سوه یې نجونې دي او د درې زره څلور سوه نهه پنځوس ښوونکو له لورې چې ۶۵ یې ښځینه ښوونکي دي زده کړي ورکول کیږي.


