د اسراييلو صدراعظم بنيامين نتنياهو غزه كې پر يهود كور جوړوونكو د فلسطنيانو بريد يو تروريستي عمل بللى او ويلي يې دي خپلو پوځيانو ته يې امر كړى چې د دغو خلكو پر وړاندې سخت عكس العمل ښكاره كړي. د اسراييلو صدراعظم بنيامين نتنياهو غزه كې پر يهود كور جوړوونكو د فلسطنيانو بريد يو تروريستي عمل بللى او ويلي يې دي خپلو پوځيانو ته يې امر كړى چې د دغو خلكو پر وړاندې سخت عكس العمل ښكاره كړي.
نوموړي ويلي، اسراييل به له دغې بريد وروسته د فلسطين پر وړاندې د تل لپاره وجنګېږي.
عربي رسنۍ وايي، بنيامين له پېښې وروسته د د كورنيو چارو وزير ايلي يچايي او دفاع وزير موشاى يلعون په ګډون د امنيت شورا غونډه وربللې او پرېكړه يې كړې چې د هغو فلسطينيانو كورونه له منځه يوسي چې پر يهودي كور جوړوونكو يې بريد كړى و.
له دې وروسته اسراييلي پوځيانو په مسجد اقصى كې مسلمانان له لمانځه ادا كولو هم راګرځولي.
اسراييلي پوځيانو ته امر شوى چې هغه فلسطينيان ونيسي چې په غزه كې د يهوديانو له كور جوړولوو سره مخالفت ښيي يا په دې برخه كې مزاحمت ښكاره كوي.
غزه كې د شنبې په شپه څو فلسطينيانو پر دوه يهوديانو د چاقوګانو بريد وكړ چې پوليسو د دواړو وژل كېدو خپر تاييد كړى او بيت المقدس ته يې سمدواره د فلسطنيانو د تګ راتګ ټولې لارې بندې كړې.


