پاكستاني سمندري ځواكونو د هند – پاكستان په سمندري حدودو كې ۵۰ هندي كب نيوونكي په دې تور نيولي چې ولې د پاكستان حدودو ته ور اوښتي دي. پاكستاني سمندري ځواكونو د هند – پاكستان په سمندري حدودو كې ۵۰ هندي كب نيوونكي په دې تور نيولي چې ولې د پاكستان حدودو ته ور اوښتي دي.
د پاكستان د سمندري ځواكونو وياند دفتر وايي، له دغو كب نيوونكو يې ۸ كښتۍ هم نيولي او اوس ټول نيول شوي كسان زندان ته استول شوي دي.
پاكستان او هند د پولې پر سر د وروستيو نښتو له كبله يو سخت پړاو ته رسېدلي ښكاري. لاهور كې پر پوله وخت ناوخت د نښتو او دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې اوړېدو خبره يوې خوا ته او دا دى په سمندري حدونو كې د كب نيوونكو پر ضد اقدامات هغه څه دي چې هند او پاكستان په اړيكو كې كړكېچ لا زياتولى شي.
هند د پاكستان د وروستي اقدام په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې د هند د پوځ مشر ويلي وو له پاكستان سره يوې لنډې جګړې ته اړتيا ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


