سعودي حكومت د حرم شريف په انګړ كې د كرين د رالوېدو د پېښې په اړه څېړنې پيل كړې.
سعودي رسنيو ويلي، تر دا مهاله په پېښه كې ښكېل د بن لادن ګروپ ۹ انجنيران او مشران تر پوښتنو او ګروېږنو لپاره د حكومت لخوا نيول شوي او كه په دې برخه كې د قصدي تغافل يا كاري نيمګړتيا په برخه كې تورونه پرې ثابت شي نو د كمپنۍ اړونده مشرانو دوسيه به نظامي محكمې ته واستول شي. سعودي حكومت د حرم شريف په انګړ كې د كرين د رالوېدو د پېښې په اړه څېړنې پيل كړې.
سعودي رسنيو ويلي، تر دا مهاله په پېښه كې ښكېل د بن لادن ګروپ ۹ انجنيران او مشران تر پوښتنو او ګروېږنو لپاره د حكومت لخوا نيول شوي او كه په دې برخه كې د قصدي تغافل يا كاري نيمګړتيا په برخه كې تورونه پرې ثابت شي نو د كمپنۍ اړونده مشرانو دوسيه به نظامي محكمې ته واستول شي.
اټكل كېږي چې كېداى شي په دې محاكمه كې د اړونده انجنيرانو او بن لادن ګروپ د مشرانو سرونه هم غوڅ شي.
سعودي حكومت په حرم شريف كې د كرين د رالوېدو علت په لومړيو كې د كرينونو ناسم نصبېدل ښودلي وو، خو وروسته وويل شول چې دا كار قصدي عمل و.
په همغه وخت حكومت بن لادن ګروپ چې په سعودي كې د ټولو دولتي تعميراتي پروژو اجاره پر غاړه لري، تور ليست ته وغورځاوه.
د حرم شريف په پېښه كې ۱۰۰ تنو نه زيات كسان وژل شوي وو لس تنه په كې افغان حاجيان وو.
سعودي حكومت تر اوسه د حج په مراسمو كې د بلې خونړۍ پېښې رمى الجمرات په اړه د تحقيقاتو خبر نه دى وركړى، خو پاچا سلمان ويلي وو، د مېنا پېښه كې ښكېل ټول مجرمين به ووژل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


