ads

راحيل شريف: كه سوله ونه شي، طالبان داعش سره يو ځاى كېداى شي

د پاكستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف وايي، كه وسله وال طالبان له افغان حكومت سره د خبرو مېز ته راټول نه كړاى شي نو دغه وسله واله ډله خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له داعش سره ځان تړلى شي. د پاكستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف وايي، كه وسله وال طالبان […]

نویسنده: TKG
12 تله 1394
راحيل شريف: كه سوله ونه شي، طالبان داعش سره يو ځاى كېداى شي

د پاكستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف وايي، كه وسله وال طالبان له افغان حكومت سره د خبرو مېز ته راټول نه كړاى شي نو دغه وسله واله ډله خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له داعش سره ځان تړلى شي.

د پاكستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف وايي، كه وسله وال طالبان له افغان حكومت سره د خبرو مېز ته راټول نه كړاى شي نو دغه وسله واله ډله خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له داعش سره ځان تړلى شي.
نوموړي په لندن كې د دفاعي او امنيتي مطالعاتو رايل يونايټډ سرويس انسټيټوټ كې د وينا پر مهال ويلي دا مهال داعش له القاعده څخه هم خطرناكه ډله ده  او پوځ به يې هڅه وكړي چې حتى د دغې ډلې د وسله والو سيورى هم پر پاكستان پرې نه وځي.
راحيل شريف پر افغان سوله ټينګار كړى او ويلي يې دي په پاكستان كې ځينې كړۍ دمګړۍ له داعش سره پوره خواخوږي لري خو دا په راتلونكي كې زيات خطرونه زېږولى شي.
دى په افغانستان كې د داعش او طالبانو د يو ځاى كېدو خبره په داسې حال كې كوي چې په عراق كې د داعش ډلې وياند العدناني په يو غږيز پېغام كې افغان طالبانو ته واضح پيغام وركړى چې دوى ته تسليم شي كه نه د هغو مزاحمت كوونكو ډلو او ملېشو په څېر به له منځه يوړل شي چې په عراق كې د دوى مخې ته امريكا او متحدينو يې درولي وو.
له دغې اعلان وروسته د افغانستان په ختيځ كې اوس هره نوې ورځ د طالبانو او داعشي جګړه مارو د نښتو او درنو تلفاتو خبرونه سر كوي.
د ننګرهار په پچير اګام، هسكه مېنه، كوټ او اچين ولسوالۍ د دغو نښتو ښې شاهدې دي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA