ads

اروپا به په دوه كلونو كې د ۱۴ لكه كډوالو بحران په مخه كړي

د ملګرو ملتونو د كډوالو اداره يو اين ايچ سي ار وايي، په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ كلونو كې به د روم د بحيرې له لارې اروپا ته ۱۴ لكه كډوال له نورو هېوادونو څخه پناه ور وړي. د ملګرو ملتونو د كډوالو اداره يو اين ايچ سي ار وايي، په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ كلونو كې […]

نویسنده: TKG
12 تله 1394
اروپا به په دوه كلونو كې د ۱۴ لكه كډوالو بحران په مخه كړي

د ملګرو ملتونو د كډوالو اداره يو اين ايچ سي ار وايي، په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ كلونو كې به د روم د بحيرې له لارې اروپا ته ۱۴ لكه كډوال له نورو هېوادونو څخه پناه ور وړي. د ملګرو ملتونو د كډوالو اداره يو اين ايچ سي ار وايي، په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ كلونو كې به د روم د بحيرې له لارې اروپا ته ۱۴ لكه كډوال له نورو هېوادونو څخه پناه ور وړي.
دا اداره په خپل تازه بيان كې وايي، په سږني ۲۰۱۵ كال كې اروپا ته د كډوالو د ورتلو شمېره خورا لوړه شوې او د كال تر اخره به ۷ لكه كډوال دلته پناه وغواړي او د ۲۰۱۶ كال تر اخره به هم همدومره شمېر كډوال د اروپا پر پولو راټول وي.
دغې ادارې له نړيوالو څخه د كډوالو له بحران سره د مبارزې لپاره د ۱۲۸مليونه ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه كړې، په داسې حال كې چې همدې ادارې تېره مياشت د ۳۵ مليونه ډالرو مرسته غوښتې وه.
د ملګرو ملتونو د كډوالو اداره وايي، په سږني كال كې تر اوسه پورې ۵ لكه شل زره كډوال اروپا ته د پناه غوښتلو لپاره ورغلي چې نيمايي شمېر يې سوريايان دي.
د سمندري لارو او خطرناكو سفرونو پر مهال د ۳۰۰۰ كډوالو د مړېنې خبر هم وركول شوى او ويل شوي چې بحران دومره سخت شوى چې يونان د اتنز وكټوريا څلور لارې په ميدان كې خيمه وهليو كډوالو ته مجبور شو چې د اولمپيكي لوبو ځاى ((ګلاستي هال)) خوشې كړي او دوى د كورونو د نشتوالي له كبله هلته انتقال كړي.
ملګري ملتونه وايي، ګلاستي حال ته د لېږدول شويو كډوالو په ډله كې هم زيات شمېر يې سوريايان دي.
دا په داسې حال كې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د ملګرو ملتونو مشر بانكي مون پر نړيوالو غږ وكړ څو د اروپا د مهاجرينو د بحران په اړه له غور و فكر او همدردۍ څخه كار واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA