د امريكا جمهور رئيس اوباما د سوريې په مسئله كې د روسيې منځګړتوب ته غاړه كېښوده.
اوباما په خپل نوي بيان كې ويلي، په دې برخه كې به د پوټين رول ومني، مګر كه ايران او روسيه د بشارالاسد ملاتړ جاري وساتي نو دا دواړه هېوادونه به يې خراب عواقب پخپله وويني. د امريكا جمهور رئيس اوباما د سوريې په مسئله كې د روسيې منځګړتوب ته غاړه كېښوده.
اوباما په خپل نوي بيان كې ويلي، په دې برخه كې به د پوټين رول ومني، مګر كه ايران او روسيه د بشارالاسد ملاتړ جاري وساتي نو دا دواړه هېوادونه به يې خراب عواقب پخپله وويني.
اوباما په واشنګټن كې خبريالانو ته زياته كړې چې دا مهال په سوريه كې ژور سياسي بدلون ته اړتيا ده.
هغه دغه راز د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوټين سره په دې خبره كې هم موافق نه ښكارېده چې ويلي يې دي ګواكې د بشارالاسد د رژيم هر مخالف به تروريست وي.
اوباما په دې اړه ويلي چې پوتين د داعش او منځلاري اپوزيسيون تر منځ توپير نه دى كړى.


