د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د يوې ټوټې ځمکې په سر پيل شوې لانجه چې ۱۳کاله اوږده شوې وه، د جرګې له لارې حل شوه. پر ځمکې دواړو لوريو د ملکيت دعوه لرله، خو يوه ډله هم دې ته نه وه حاضره چې په خپله خوښه ترې لاس په سر شي. د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د يوې ټوټې ځمکې په سر پيل شوې لانجه چې ۱۳کاله اوږده شوې وه، د جرګې له لارې حل شوه. پر ځمکې دواړو لوريو د ملکيت دعوه لرله، خو يوه ډله هم دې ته نه وه حاضره چې په خپله خوښه ترې لاس په سر شي.
د لانجې دواړه لوري د دې شخړې د حل لپاره دوه ځله سره جرګه کېږي، خو د پرېکړې له منلو وروسته بيا هم سره لاسونه اچوي. قاري اسحاق چې د منازعې يو لوری دی، وايي چې ځمکه ورته په قومي وېش کې رسېدلې او د کور مخ ته يې پرته وه، خو په خبره یې محبت خان پر ځمکه دعوه کوي او ولسوالۍ ته خپل شکایت وړي. قاري اسحاق وايي:(( دا ځای زموږ د کور برخه وه، کله چې زموږ قوم لانجه وګټله، ټولو ته يې د هر کور په سر لس بسوې ځمکه ووېشله، خو دوی زموږ په برخې دعوه وکړه او غوښتل يې لاندې يې کړي.))
د منازعې بل لوری محبت خان بيا دا خبره نه مني. نوموړی وايي، د دواړو کورنیو ترمنځ فقط دوه بسوې ځمکه چې د سړک لپاره پرېښودل شوې وه، تر دعوې لاندې وه:(( دا ځمکه د کوڅې لپاره پرېښودل شوې وه، خو دوی غوښتل لاندې يې کړي او موږ يې مخه ونيوله.))
ځمکه لږ یا ډېره، خو دا دواړه کورنۍ پرې نه جوړېږي او لانجه کلونه کلونه دوام کوي. کله يو لوری او کله بل لوری ولسوالۍ ته عارض کېږي او ځمکه خپله برخه ګڼي. قاري اسحاق وايي، يو ځل يې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال جرګه وکړه او د پرېکړې له مخې يې له همدې ځمکې اووه متره محبت خان ته ورکړه او هغه هم پرې قناعت وکړ:((خو کله چې د طالبانو حکومت له منځه ولاړ، بيا راپورته شول او پر همدې ځای يې دعوه وکړه، بيا مو هم جرګه وکړه او منځګړو د تېرې جرګې پرېکړه سمه وبلله او خبره خلاصه شوه. ))
که څه هم هغه مهال د جرګې پرېکړه ګټوره تمامېږي او د دواوړو کورنيو ترمنځ د لانجې د پراخېدو مخه نيسي، خو د اوږد مهال لپاره د دې ستونزې ريښه له منځه نه وړل کېږي.
لانجه پراخېږي
د دوو جرګو له ترسره کېدو وروسته په ښکاره دواړه کورنۍ د تاوتريخوالي له حالته راوځي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي، خو يو ځل بيا لانجه سر وهي او دا ځل په شخړه بدلېږي.
محمد اسحاق وايي، د جرګو له ترسره کېدو وروسته دوی ډاډه وو چې ستونزه حل شوې او حق حقدار ته رسېدلی دی؛ نو له همدې کبله یې ښه وګڼله چې پاتې ځمکه خپل کور ته دننه کړي، هغه وايي:(( زه په محبت خان دوی پسې ولاړم چې موږ کار کوو، که تاسې هم له موږ سره کار کوئ، مزد به درکړو. دوی راسره هغه مهال ومنله او لس، دولس ورځې يې راسره کار وکړ، خو يو دم يې راسره شخړه پيل کړه.)) نوموړی وايي، ځینو کسانو چې نه غوښتل د دوی او محبت خان د کورنۍ ترمنځ دې سوله قايمه وي، شيطانت وکړ او هغوی يې مجبور کړل چې يو ځل بیا پر ځمکې دعوه وکړي. دی وايي:(( کار مو نيمايي ته رسېدلی و چې دوی يې مخنيوی وکړ، بس نور زموږ حوصله هم ختمه وه، لاسونه مو سره واچول، ګوزارونه مو وکړل او په همدې کش وګير کې د دوی له لوري اته تنه ټپيان شول.))
د شخړې له پراخېدو سره سم د محمد اسحاق له لوري پيل شوی کار په ټپه درېږي او په قضيه کې حکومت مداخله کوي. د حکومت له مداخلې سره سره بيا هم دواړه کورنۍ يو او بل ګواښي، ډېر کله يوه او بل ته په نيمو شپو او ټکنده غرمه لارې هم نيسي، خو منځګړي يې شخړې ته نه پرېږدي.
د روغې هڅې
همدا چې د سيمې مخور او قومي مشر حاجي زمری احمدزی له شخړې خبرېږي، لاس په کار کېږي او د لانجې د پراخېدو مخه نیسي. حاجي زمری احمدزی وايي، کابل ته په سفر تللی و، کله چې راستون او له شخړې خبر شو، مازيګر مهال يې څادر په اوږه کړ او د لانجې سیمې ته ولاړ. نوموړی زياتوي:(( هلته خبر شوم چې ځینې کسان قصداً غواړي دا شخړه اوږده شي او د دواړو کورنيو ترمنځ يې شيطانت پيل کړی دی، بس له هماغه ځایه مې تصميم ونيو چې دا لانجه بايد پای ومومي، که نه زيات زيان به واړوي.))
دی وايي، سمدلاسه يې د کلي او قوم مخور راټول او د هماغه سیمې د شورا رئیس راوغوښت چې د دې شخړې په حل کې ورسره مرسته وکړي، حاجي زمری وايي:(( ماښام ناوخته مې ټول سپين ږيري او قومي مشران له ځان سره يوځای کړل او دواړه کورنۍ مې وليدې او ترې هيله مې وکړه چې نور جنګ ونه کړي. واک مې هم ترې واخست.))
د واک له اخستو وروسته د جرګې مشران د ننګرهار د عامې روغتيا په روغتون کې د ټپې ناروغانو پوښتنې ته ورځي او له هغوی هم غواړي چې د سولې د ټینګښت لپاره له خپلو دردونو تېر شي او د جرګې ملاتړ وکړي.
د جرګې مشر حاجي زمری احمدزی وايي، ټولو لوريو ورسره ومنله چې د شخړې د حل لار يوازې او یوازې خبرې دي او دوی اماده دي چې هر ډول جرګې ته غاړه کېږدي. حاجي زمری زیاتوي:(( بس لومړنۍ خبرې مې داسې غوټه کړې چې له دې وروسته به دواړه لوري داسې کار نه ترسره کوي چې حساسيتونه راوپاروي، پر يوه او بل به تجاوز نه کوي او لارې به هم نه نيسي، تر هغه چې وروستۍ پرېکړه وشي.)) جرګه همدارنګه له دواړو لوريو د منځګړتوب خط او تضمين اخلي چې د جرګې تر پرېکړې به سکوت اختياروي.
فیصله
جرګه يوازې په قومي مشرانو، ښکېلو اړخونو او عيني شاهدانو بسنه نه کوي، بلکې ديني عالمان او د مدني ټولنې غړي هم راغواړي او په يوې داسې پرېکړې فکر کوي چې له مخې يې دا شخړه د تل لپاره پای ومومي او د تېرو دوو جرګو په څېر ماته نه شي.
د جرګې مشر زمری احمدزی وايي، په بېړه يې د ټولو مشرانو سره غونډه وکړه او د دې قضيې په اړه يې له هر يوه جلا جلا نظر واخست. نظر اخستنې وښوده چې یو لوری هم طرف نه دی او ټول هڅه کوي چې شخړه پای ومومي. حاجي زمری وايي چې شخصا یې د ځمکې په اړه معلومات او اسناد هم راټول کړل او دا ورته ثبوت شوه چې ځمکه د چا ده:(( نور نو د دې وخت رارسېدلی و چې يوه منصفانه پرېکړه شوې وای، داسې پرېکړه چې د دواړو لوريو اعتماد حاصل او اجازه ورنه کړي چې بيا له يوه او بل سره مخامخ شي.))
جرګې د ۱۳۹۳لمريز کال د غبرګولي په مياشت کې پرېکړه وکړه چې لانجمنه ځمکه د قاري اسحاق ده او دوی به د زیان په توګه يوه بسوه ځمکه د محبت خان کورنۍ ته ورکوي، ځکه چې په شخړه کې یې تاوان لیدلی وو.
د جرګې پرېکړه دواړه کورنۍ مني او په هماغه ځای کې يوه او بل ته غاړه ورکوي او په دې سره د ۱۳ کلونو اوږده شخړه د نږدې يوې اوونۍ په ترڅ کې پای مومي او دواړه کورنۍ د سولې په ټغر کیني.
اوسنۍ وضعیت
په لانجه کې پر ښکېلو لوریو سربېره د جرګې مشر زمری احمدزی هم خورا خوښ دی چې د دغو کورنیو ترمنځ یې د دښمنۍ اور مړ کړ. حاجي زمری وايي، د جرګې هڅې يې داسې وخت پيل کړې چې د يوې کورنۍ اته تنه غړي په روغتون کې پراته وو او غچ اخستلو ته یې زړه ښه کړی و. نوموړی د جرګې د برياليتوب راز د خپل بې طرفانه قضاوت پايله ګڼي او زياتوي:(( د معلوماتو له راټولولو وروسته مې پرېکړه وکړه او همدا وجه ده چې نن دواړه کورنۍ د خير په ټغر ناستې دي.))
دی همدارنګه هغو مشرانو ته چې په جرګو کې يې د افغاني ټولنې او اسلام سره په ټکر کې دودونه پالل کېږي، پيغام ورکوي چې دا کارونه يې د ستونزو د له منځه وړلو پر ځای اور ته پوکی وهل دي.(( د مچلغو اخستل او بيا په خپلو منځونو کې د هغه وېشل، په بدو کې د نجونو ورکړه او يو طرفه قضاوت، شخړه د حل پر ځای نوره هم اوږدوي.)) زمری احمدزی له ټولو افغانانو غواړي چې خپلې شخړې او لانجې د جنګ پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي او هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي چې د ښکېلو غاړو ترمنځ د نفاق اور ته پوکی ووهي.
د منازعې يو اړخ محبت خان وايي، اوس يې ټولې ستونزې حل دي او هغه کينه چې له دې وړاندې يې په زړه کې وه، نه شته. دی زياتوي، که يې منځګړتوب ته قومي مشران نه وای ورغلي، وېره وه چې دا لانجه راتلونکو نسلونو ته پاتې شي:(( له کار او روزګار يې ایستلي وو، يوه ورځ به دوی حکومت ته زموږ له لاسه شکايت کاوه او يوه ورځ به موږ. بس کور او پټی پاتې و او په لانجه کې ښکېل وو.)) نوموړی وايي چې له دغو ناخوالو يې پند اخستی، له يوه او بل کره راشه درشه لري او په زړونو کې یې يوه او بل ته د نفرت پر ځای مينې ته ځای ورکړی دی. ((جنګ د حل لاره نه ده. که سل کاله يې له يوه او بل سره ووهي، اخر به هم خبرې کوې؛ نو ولې ستونزه لويه کړو. ښه ده چې له لومړي سره خپلې شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړو او چا ته اجازه ور نه کړو چې بل شوی اور دومره ګرم کړي چې په مخنيوې کې يې پاتې شو.))
د شخړې بل لوری قاري اسحاق ټینګار کوي چې الله تعالي په قران کریم کې پر سولې تاکيد کړی دی. دی وايي، هره ستونزه حل لاره لري او د اوارې لپاره يې بايد له صبر او حوصلې څخه کار واخستل شي.(( ژوند ډېر کم دی او دا دنيا په دې نه ارزي چې موږ يو بل پرې سره ووهو. هر څوک بايد په خپل حق قناعت وکړي او اجازه ورنه کړي چې شيطان پرې غالب شي او د خپل بل مسلمان ورور کور وران کړي.))
یادونه: دا دی کلید له تېرو څو میاشتو راهیسې نوښت کړی دی او د سیمه ییزو منازعو د حل اړوند راپورونه خپروي. د دغو راپورونو پایلې ښيي چې سوله او عدم تشدد په هېواد کې ممکن دی. په سلګونه قضیو کې دا واقعیت لیدل شوی دی. د سولې او عدم تشدد دا راپورونه پر کلید او مرسل اوونیزو سربېره د کلید ګروپ د ټولو راډیوګانو له لارې په غږیزه بڼه هم خپرېږي. کوم راپور مو چې ولوست د دغې لړۍ اووه ویشتم راپور دی چې خپور شوی.


