ads

ټيډ كروز: كه د امريكا جمهوررئيس شوم له ايران سره موافقه لغوه كوم

د امريكا د ۲۰۱۶ كال د جمهوري رياست ټاكنو لپاره كانديد ټيډكروز خبردارى وركړى كه ايران خپل اټومي فعاليتونه دوامدار وساتي نو امريكا به اړ شي چې د دغه هېواد ستر مشر ايت الله خامنه ووژني. د امريكا د ۲۰۱۶ كال د جمهوري رياست ټاكنو لپاره كانديد ټيډكروز خبردارى وركړى كه ايران خپل اټومي فعاليتونه […]

نویسنده: TKG
8 تله 1394

د امريكا د ۲۰۱۶ كال د جمهوري رياست ټاكنو لپاره كانديد ټيډكروز خبردارى وركړى كه ايران خپل اټومي فعاليتونه دوامدار وساتي نو امريكا به اړ شي چې د دغه هېواد ستر مشر ايت الله خامنه ووژني. د امريكا د ۲۰۱۶ كال د جمهوري رياست ټاكنو لپاره كانديد ټيډكروز خبردارى وركړى كه ايران خپل اټومي فعاليتونه دوامدار وساتي نو امريكا به اړ شي چې د دغه هېواد ستر مشر ايت الله خامنه ووژني.
ټيډكروز دا خبرې د خپلو پلويانو يوې انتخاباتي غوندې ګډونوالو ته كړي چې سي اين اين ټلويزيون يې هم څو برخې خپرې كړې دي.
د امريكا راتلونكو جمهوري رياست ټاكنو ته دغه كانديد په سخته لهجه ويلي، كه دى جمهوري رياست ته ورسي نو سپينې ماڼۍ ته په ننوتو به يې لومړى كار دا وي چې له ايران سره شوې اټومي معامله له يوه سره لغوه اعلان كړي.
ټيډ كروز د لاتيني امريكا اوسېدونكى او دا مهال د ټكساس د استازو د مجلس غړى دى.
دى د اوباما د سياست سرسخت مخالف او د جمهوري خواهانو د ګوند مهم غړى بلل كېږي.
د ټيډ كروز توندې خبرې په  داسې حال كې راپورته كېږي چې تر دې وړاندې د سپټامبر په ۱۶مه د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د انقلاب پاسدارانو ته په وينا كې امريكا تورنه كړه چې دغه هېواد له اټومي موافقې وروسته د ايران په كورنيو چارو كې لاسوهنه كوي او د قانون نافذوونكو ادارو په منځ كې نفوذ ته لار اواروي.
خامنه يي په دغه غونډه كې ويلي وو، تهران جنګ نه غواړي كه امريكا دا جګړه پيل كړي نو پزه به يې ور په خاورو كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA