د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعزاز چودري وايي، د افغانستان د ستونزو يوازنى حل په دوه اړخيزو خبرو او همكاريو كې نغښتى دى.
نوموړي دغه خبره په ملګرو ملتونو كې د پاكستان له دايمي استازي مليحه لودهي سره په ګډ خبري كنفرانس كې كړې او ويلي يې دي پاكستان له كابل سره رښتينې همكارۍ ته لېواله دى.

نوموړي په ملګرو ملتونو كې د افغان اجراييه رئيس ډاكټر عبدالله لخوا د پاكستان په اړه د توندې وينا په غبرګون كې ويلي، حكومت يې له كابل سره په تماس كې دى، اړيكې خرابې شوې نه دي، بلكې د ده په وينا هيله ده د همكاريو په اړه بحثونه لا دوام وكړي: (( د افغانستان د اوسنيو ستونزو حل په تورونو پورې كولو كې نه دى بلكې همكاري د ستونزو حل دى.))
نوموړي زياته كړه، هېواد يې د نړۍ په امنيت شورا كې د ټوليزو اصلاحاتو پلوي دى، خو په دې شورا كې د هند د منل كېدو خبرې ته په اشاره يې ويلي، اصلاحات په دې نه شي راتلاى چې د امنيت شورا غړي زيات شي.
دا په داسې حال كې ده چې افغانستان او هند له تېرو كلونو راهيسې پر پاكستان د ترهګرو ډلو لشكرطيبه او حقاني شبكې د مالي او روزنيز ملاتړ تر څنګ حتى په خپلو كورنيو چارو كې د سختو لاسوهنو تور لګوي.
دا مهال د افغانستان پاكستان اړيكې په دې حد كې دي چې افغان اجرائيه رئيس په ملګرو ملتونو كې د وينا پر مهال ويلي، پاكستان خپلې ژمنې نه دي عملي كړي بلكې د ترهګرو ملاتړ يې لا هم نه دى بس كړى.
هند بيا له پاكستان سره د يوې لنډې جګړې اخطار وركړى او ويلي يې دي دغه هېواد ورسره په اوږده پوله ګڼې پوځي تيريو ته زمينه مساعده كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ