ads

زمبابوې سره لوبېدونكې افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ټاکونکې کمېټې پرون د زمبابوې ملي لوبډلې په وړاندې لوبېدونکې افغان کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.ټاکل شوې لوبډله به په راتلونكې اکتوبر مياشت كې د زمبابوې په كوربه توب د دغه هېواد له لوبډلې سره پنځه يو ورځنۍ او دوه شل اوريزې لوبې وکړي. د افغانستان کرکټ بورډ ټاکونکې کمېټې پرون […]

نویسنده: TKG
7 تله 1394

د افغانستان کرکټ بورډ ټاکونکې کمېټې پرون د زمبابوې ملي لوبډلې په وړاندې لوبېدونکې افغان کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې لوبډله به په راتلونكې اکتوبر مياشت كې د زمبابوې په كوربه توب د دغه هېواد له لوبډلې سره پنځه يو ورځنۍ او دوه شل اوريزې لوبې وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ټاکونکې کمېټې پرون د زمبابوې ملي لوبډلې په وړاندې لوبېدونکې افغان کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې لوبډله به په راتلونكې اکتوبر مياشت كې د زمبابوې په كوربه توب د دغه هېواد له لوبډلې سره پنځه يو ورځنۍ او دوه شل اوريزې لوبې وکړي.
له  زمبابوې سره د لوبېدو لپاره اعلان شوې لوبډله كې اصغر ستانکزى، نوروز منګل، نور علي ځدراڼ، شهزاد محمدي، محمد نبي عيسى خېل، حشمت الله شهيدي، سميع الله شينوارى، نجيب الله ځدراڼ، شفيق الله شفق، حمزه هوتک، ميرويس اشرف، شاه پور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب عالم او فريد ملک شامل دي.
په شل اوريزو سياليو کې به کريم صادق، عثمان غني، رشيد ارمان او  ګلبدين نايب د  ميرويس اشرف، حشمت الله شهيدي، دولت ځدراڼ او نور علي ځدراڼ پر ځايونو په لوبډله كې شامل شي.
د افغانستان كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ټاکل شوې لوبډله به له سفر څخه وړاندې په الکوزي-کابل نړيوال کرکټ لوبغالي کې د يوې اونۍ لپاره تمرينونه وکړي.
د سرچينې په وينا، ملي لوبډله به د رسمي سياليو له پيل څخه مخکې په زمبابوې کې د د دغه هېواد د پياوړو سيمه ييزو لوبډلو په وړاندې درې تمريني سيالۍ ترسره کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA