د روسيې جمهور رئيس له خپل امريكايي سيال بارك اوباما سره د ملګرو ملتونو په ماڼۍ كې د كتنې پر مهال ويلي، په سوريه كې د روسيې هوايي بريدونه له امكان وتلې خبره نه ده.
د روسيې جمهور رئيس له خپل امريكايي سيال بارك اوباما سره د ملګرو ملتونو په ماڼۍ كې د كتنې پر مهال ويلي، په سوريه كې د روسيې هوايي بريدونه له امكان وتلې خبره نه ده.
نوموړي د امنيت شورا د غونډې په څنډه كې له اوباما سره د ليدنې پر د داعش پر ضد د مبارزې په اړه هم خبرې كړې دي او په دې وروستيو كې د دواړو هېوادونو تر منځ د راپورته شويو ناندريو د له منځه وړلو هوكړه هم شوې ده.
پوتين اوباما ته ويلي، هېواد يې له امريكا سره ښې اړيكې غواړي، د بشارالاسد د رژيم ملاتړ نه به لاس وانخلي او د ياغيانو پر ضد د نړيوالو اصولو پر اساس د بريدونو په اړه هم غور كوي، خو زياته كړې يې ده چې روسيه به په سوريه كې ځمكني هېڅ ډول عمليات ونه كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


