ads

نيپاليانو ته موټر چلول منع شول

د نيپال حكومت د پټرولو د كم مصرف په خاطر په ټول هېواد كې د موټر پر چلولو عجيب و غريب بنديز لګولى دى.حكومت ويلي، هغه كسان چې نن د طاق نمبر پليټ لرونكي موټر كې بازار ته وځي، د نيپال حكومت د پټرولو د كم مصرف په خاطر په ټول هېواد كې د موټر […]

نویسنده: TKG
6 تله 1394

د نيپال حكومت د پټرولو د كم مصرف په خاطر په ټول هېواد كې د موټر پر چلولو عجيب و غريب بنديز لګولى دى.
حكومت ويلي، هغه كسان چې نن د طاق نمبر پليټ لرونكي موټر كې بازار ته وځي، د نيپال حكومت د پټرولو د كم مصرف په خاطر په ټول هېواد كې د موټر پر چلولو عجيب و غريب بنديز لګولى دى.
حكومت ويلي، هغه كسان چې نن د طاق نمبر پليټ لرونكي موټر كې بازار ته وځي، سبا بايد په ښار كې ونه ليدل شي او پرېږدي چې په جفت عدد ختم شوي پليټ لرونكي موټر په ښار كې وګرځي.
نيپالي حكومت ويلي، دا فرمان يې د انرژۍ د قحط له خطر سره د مخامخ كېدو له ډاره كړى دى.
خو په دغه هېواد كې مدهيسي اقليت له بنديز سره مخالف دى او تر اوسه يې د دغه فرمان پرضد مظاهرو كې له پوليسو سره د اخ و ډب په ترڅ كې له څلويښتو زيات كسان مړه شوي دي.
دغه اقليت له نيپال سره د هند ټرانزيټي سوداګريزه لار هم له څو ورځو راهيسې تړلې چې له كبله يې له سوداګريز پلوه د هند پر اوږه ولاړ نيپال د انرژۍ له سخت بحران سره  لاس و ګرېوان دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA