د چين جمهور رئيس شيجن پينګ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وينا كې د نړۍ د پرمختګ په اړه خپله څلور ماده ييزه طرحه او اجنډا وړاندې كړه. د چين جمهور رئيس شيجن پينګ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپله وينا كې د نړۍ د پرمختګ په اړه خپله څلور ماده ييزه طرحه او اجنډا وړاندې كړه.
پينګ وويل، پرمختللي هېوادونه بايد په نړۍ كې د سولې د ټينګښت په خاطر د بې وزله هېوادونو لاسنيوى او مرسته وكړي.
نوموړي په خپله وينا كې ټينګار وكړ، دا مهال سوله او پرمختګ د وخت لومړنۍ اړتياوې دي چې بايد پرمختللي هېوادونه يې په ټينګښت كې يو له بله لاس وركړي: (( د نړۍ ستونزې اوس يوازې او يوازې په سوله او پرمختګ حلېداى شي.))
شيجن همدا راز له نړيوالو وغوښتل چې د كارموندنې، د چاپېريال ساتنې، د خپلمنځي اړيكو په پراختيا په برخه كې رغنده هڅې وكړي


