ads

څلور هېوادونو د امنيت شورا دايمي غړيتوب غوښتى

جاپان، برازیل، هند او جرمني د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دایمي غړیتوب غوښتنه کړې ده.دجاپان کیوډو خبري اژانس پرون له ملګروملتونو څخه په يو راپور كې راخيستي چې جاپان ، جاپان، برازیل، هند او جرمني د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دایمي غړیتوب غوښتنه کړې ده.دجاپان کیوډو خبري اژانس پرون […]

نویسنده: TKG
5 تله 1394

جاپان، برازیل، هند او جرمني د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دایمي غړیتوب غوښتنه کړې ده.
دجاپان کیوډو خبري اژانس پرون له ملګروملتونو څخه په يو راپور كې راخيستي چې جاپان ، جاپان، برازیل، هند او جرمني د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دایمي غړیتوب غوښتنه کړې ده.
دجاپان کیوډو خبري اژانس پرون له ملګروملتونو څخه په يو راپور كې راخيستي چې جاپان ، برازیل ، جرمني او هندوستان چې دملګروملتونو په امنیت شورا کې د دایمي غړیتوب هڅې کوي وویل  دعمومي اسمبلۍ تر راتلونکي کال غونډې پورې ددغه نړیوالې ادارې په جوړښت کې د بدلون د رامنځته کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي .
دا مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پنځه دایمي غړي روسیه، چین،فرانسه، انګلستان او امریکا شامل دي.
همدا راز لس نور غیر دایمي غړي هم لري چې د دوو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمي غړي په نړیوالو لویو لانجو او مسایلو کې د ویټو یا رد حق لرونکي بلل کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA