ads

ځاځي ميدان د امن، خو له دولته هېره ولسوالي

د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالي د ښه امنیت له کبله د سولې په نوم نومول شوې، خو اوسېدونکي یې وايي چې دولت ورته هېڅ کار نه دی کړی. د ځايي میدان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې شوي قومي تړونونه سبب شوي چې سیمه امن […]

نویسنده: TKG
5 تله 1394
ځاځي ميدان د امن، خو له دولته هېره ولسوالي

د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالي د ښه امنیت له کبله د سولې په نوم نومول شوې، خو اوسېدونکي یې وايي چې دولت ورته هېڅ کار نه دی کړی. د ځايي میدان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې شوي قومي تړونونه سبب شوي چې سیمه امن او د بیارغونې لپاره په کې زمینه مساعده شي، خو دولت یې د بیارغونې لپاره اقدام نه کوي. د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالي د ښه امنیت له کبله د سولې په نوم نومول شوې، خو اوسېدونکي یې وايي چې دولت ورته هېڅ کار نه دی کړی. د ځايي میدان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې شوي قومي تړونونه سبب شوي چې سیمه امن او د بیارغونې لپاره په کې زمینه مساعده شي، خو دولت یې د بیارغونې لپاره اقدام نه کوي.
د دې ولسوالۍ اوسيدونكي وايي چې د سړکونو، پلونو او ښوونځيو جوړېدل، د روغتیایي خدماتو چټکوالی  او ځوانانو ته د کار زمینې برابرول يې له لومړنیو اړتیاوو څخه دي، خو دولت د دوی د غوښتنو په پوره كولو كې پاتې راغلى دى.
د ځاځي ميدان ولسوالۍ د خلكو په وينا، دوی په تېرو څه باندې ۱۳نیمو کلونو له زرو زیات ځوانان چې په امنیتي لیکو کې یې دندې درلودې، د ښې حكومتولۍ او د نظام د بقام لپاره قرباني كړي دي. خان محمد چې د ځاځي میدان ولسوالۍ د سواکۍ کلي اوسېدونکی دی له خوست کلید راډیو سره په مرکه کې له دولت څخه په ګيلمنه لهجه وويل:(( تاسو پوهېږئ چې په امنیتي ځواکونو کې مو په سلګونه ځوانان له لاسه ورکړي، خو په ولسوالۍ کې مو له یوه سړکه پرته چې پخوا جوړ شوی، نور هېڅ نه تر سترګو کیږي.)) نوموړی وايي چې د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته هم پوره لاسرسی نه لري. خان محمد زیاتوي: (( په ولسوالۍ کې مجهز کلینیک نه لرو، ناروغ چې تر خوست ښاره رسوو، له بدو بدتر شي، حتی په لاره کې ساه ورکړي.))
د ځاځي میدان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی علي شاه خان هم په دولت له دې كبله نیوکه کوي چې د دوی په مرسته او همکارۍ یې سترګې پټې کړې او زیاته توجه ورته نه کېږي:(( دوی ژمنې ډېرې او عمل لږ کوي.))
علم شاه خان وايي چې په یو شمېر سیمو کې پروژې تطبیق شوي دي، خو په خبره یې د سیمې جغرافیاوي جوړښت او د خلکو اړتیاوو ته په کتو په هېڅ حساب دي:(( ځینې ښوونځي جوړ شوي، د ولسوالۍ په کچه یو کلینیک هم شته، خو کلینیک مو مجهز نه دی او ښوونځي مو ودانۍ نه لري.))
د بي بي سي خبریال الیاس وحدت چې وخت ناوخت د دې سیمو له ستونزو څخه ځان خبروي وایي چې ځاځي میدان ولسوالي د سولې په نوم نومول شوې، خو ستونزو ته په کتو یې داسې انګېرل کېږي چې ګواکې دا ولسوالي دې ناامنیو او ناخوالو سخته ځپلې وي:(( په ځاځي میدان کې داسې سیمې هم شته، لکه د مندته کلی چې نه یوازې له ولسوالی لرې پروت دی، بلکې خام سړك يې لا هم نه دى جوړ شوى.))
د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي، څه موده وړاندې یادې ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د خلکو مېړانه او له دولت سره همکاري وستایله او د ځاځي میدان اوسېدونکي یې د ښه امنیت د ټینګښت له كبله اتلان یاد کړل. حبیبي وویل:(( که څه هم د دولت په کچه امکانات محدود دي، خو په لومړي قدم کې به د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته یو مجهز روغتیایي مرکز، اړین پل، دغه راز یو سړک او د یوه ښوونځي وداني جوړوم ، دا زما د کار له لومړیتوبونو څخه دي.))
نوموړي زیاته کړه چې د ځاځي میدان د خلکو قربانۍ به ولایتي او مرکزي اداره هېڅکله له یاده ونه باسي:(( ستاسو د هرې قربانۍ او مېړانې په مقابل کې به ستایل کېږئ او هرې ستونزې ته به مو موږ په وخت سره رسیده ګي کوو.))
ځاځي میدان د خوست ولایت شمال ختیځ لور ته ډيورنډ پولې ته څېرمه پرته ولسوالي ده چې له خوست ښار سره ۵۰ کیلومتره واټن لري او خلک یې تر ډېره د مزرین صنعت په تولید، پېر او پلور بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA