ads

مكسيكو: د ۴۳ تښتول شويو محصلينو په پلوۍ قهرېدلى لاريون

د مكسيكو په مركز كې قهرېدلو مظاهره چيانو په دې خاطر له پوليسو سره اخ و ډب كړى چې له يو كال راهيسې تښتول شوي ۴۳ محصلين يې ولې تر اوسه راخوشې نه كړاى شول. د مكسيكو په مركز كې قهرېدلو مظاهره چيانو په دې خاطر له پوليسو سره اخ و ډب كړى چې له […]

نویسنده: TKG
5 تله 1394

د مكسيكو په مركز كې قهرېدلو مظاهره چيانو په دې خاطر له پوليسو سره اخ و ډب كړى چې له يو كال راهيسې تښتول شوي ۴۳ محصلين يې ولې تر اوسه راخوشې نه كړاى شول. د مكسيكو په مركز كې قهرېدلو مظاهره چيانو په دې خاطر له پوليسو سره اخ و ډب كړى چې له يو كال راهيسې تښتول شوي ۴۳ محصلين يې ولې تر اوسه راخوشې نه كړاى شول.
دغو مظاهره چيانو د مكسيكو په پايتخت كې د سنا د مجلس پر خونه رنګونه وپاشل، پوليس يې په كاڼو وويشتل او د دكانونو ښيښې يې هم ماتې كړې، خو پوليسو ويلي، په دې جرم يې لسګونه كسان نيولي دي.
يوشمېر محصلينو بيا ويلي، دا مظاهرې به دوام ولري او د دوى قهر له دې كبله دى چې حكومت ولې دومره ضعيف شي چې په يو كال كې د تښتول شويو ۴۳ تنو محصلينو ځاى ځايګى نه شي پيدا كولى.
په مظاهره كې د يو شمېر محصلينو د كورنيو غړو هم برخه اخستې وه، خو هغوى ورانى نه كاوه بلكې له دولته يې په دې اړه د نويو او تازه تحقيقاتوو د دريڅې پرانستلو غوښتنه لرله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA