ads

سعودي له كتابتي تېروتنو ډك ۷۰ زره قرانونه نيولي

د سعودي عربستان امنيتي مسوولين وايي، د حج د مراسمو پر مهال يې د قران كريم ۷۰ زره داسې نسخې نيولي چې د كتابت پراخې ستونزې په كې تېرې كړاى شوې وې. د سعودي عربستان امنيتي مسوولين وايي، د حج د مراسمو پر مهال يې د قران كريم ۷۰ زره داسې نسخې نيولي چې د […]

نویسنده: TKG
5 تله 1394

د سعودي عربستان امنيتي مسوولين وايي، د حج د مراسمو پر مهال يې د قران كريم ۷۰ زره داسې نسخې نيولي چې د كتابت پراخې ستونزې په كې تېرې كړاى شوې وې. د سعودي عربستان امنيتي مسوولين وايي، د حج د مراسمو پر مهال يې د قران كريم ۷۰ زره داسې نسخې نيولي چې د كتابت پراخې ستونزې په كې تېرې كړاى شوې وې.
د سعودي ګيزټ ورځپانې په وينا، يو شمېر كسانو مكې ته د نږدې كلي الجموم له لارې غوښتل د قران كريم ۷۰ زره له تېروتنو ډكې نسخې په يوه لارۍ كې تېرې كړي او په مكه كې يې پر حاجيانو وويشي، خو دا هڅه ناكامه شوې ده.
حكومت تر اوسه د دغو نسخو په تړاو د چا د نيولو خبر نه دى وركړى.
دا په داسې حال كې ده چې سږ كال د سعودي حكومت ته د حج مراسم د څو نورو پېښو له كبله سخت تاواني تمام شول.
اسلامي هېوادونو پر سعودي تور پورې كړى چې دا وار يې د حج د مراسمو په ترڅ د حج د خونديتوب په خاطر ځينې ناغېړۍ كړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA