ads

ساينسپوهان: بيګا ته به سپوږمۍ غټه او تكه سره وي

غربي ساينسپوهانو ادعا كړې چې د سپټامبر ۲۸مه شپه به په ټوله نړۍ كې له ۳۳ كلونو وروسته د لومړي ځل لپاره سپوږمۍ تر پخوا غټه وي خو تندر به هم بشپړه نيولې وي. ساينسپوهانو ادعا كړې چې د سپټامبر ۲۸مه شپه به په ټوله نړۍ كې له ۳۳ كلونو وروسته د لومړي ځل لپاره […]

نویسنده: TKG
5 تله 1394

غربي ساينسپوهانو ادعا كړې چې د سپټامبر ۲۸مه شپه به په ټوله نړۍ كې له ۳۳ كلونو وروسته د لومړي ځل لپاره سپوږمۍ تر پخوا غټه وي خو تندر به هم بشپړه نيولې وي.

ساينسپوهانو ادعا كړې چې د سپټامبر ۲۸مه شپه به په ټوله نړۍ كې له ۳۳ كلونو وروسته د لومړي ځل لپاره سپوږمۍ تر پخوا غټه وي خو تندر به هم بشپړه نيولې وي.

دوى وايي، د سپټامبر د ۲۷مې نېټې په شپه به ناوخته چې د سپټامبر ۲۸مه پيلېږي، د سوپر مون او بلډ مون پېښې رامنځته شي چې ځينو يې نړۍ ته د متوجه زيان خبره هم كړې ده.
دوى وايي، د سوپر مون او بلډ مون دواړه پېښې به په امريكا، لويديځه اروپا، لويديځه افريقا، د استوا خط په شمالي سيمو او انټاركټيكا كې په بشپړ ډول د ليدو وړ وي، خو په شمال ختيځه امريكا، يون شمېر اروپايي هېوادونو او لويديځه اسيا كې به دا پېښې د شپې په اخره برخه كې تر سترګو شي.
امريكا د دغو پېښو د ليدلو لپاره د ځانګړو ټليسكوپونو د درولو تابيا هم نيولې ده.
د سپوږمۍ د تندر نيولو او له معمول خلاف غټ ښكارېدو پېښه د وروستي ځل لپاره په ۱۹۸۲ كال كې شوې وه.
خو په بشپړه توګه د سپوږمۍ د تندر نيونه په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ كې دا څلورم ځل دى چې تكرارېږي.
تېر كال د سپوږمۍ د تندر نيولو لومړۍ پېښه د اپريل په ۱۵مه او دوهمه د نوامبر په اتمه رامنځته شوه.
سږ كال دا پېښه د اپريل په څلورم په بشپړ ډول، د سپټامبر په ۱۳مه نيمايي او دا دى بيګا ته په بشپړ ډول د سپوږمۍ د غټېدو او سوروالي پېښه رامنځته كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA