ads

د حج خطيب پرله پسې ۳۵ خطبې پوره كړې

سږ كال د حج په مراسمو كې د سعودي د ۷۴ كلن مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز بن عبدالله آل الشيخ ۳۵مه خطبه پوره شوه.شيخ عبدالعزيز په ۱۹۴۱ كال د سعودي په پايتخت رياض كې وزېږېد او د حج لومړنۍ خطبه يې په ۱۹۸۱ كال وركړه. سږ كال د حج په مراسمو كې د سعودي د […]

نویسنده: TKG
5 تله 1394

سږ كال د حج په مراسمو كې د سعودي د ۷۴ كلن مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز بن عبدالله آل الشيخ ۳۵مه خطبه پوره شوه.
شيخ عبدالعزيز په ۱۹۴۱ كال د سعودي په پايتخت رياض كې وزېږېد او د حج لومړنۍ خطبه يې په ۱۹۸۱ كال وركړه.

سږ كال د حج په مراسمو كې د سعودي د ۷۴ كلن مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز بن عبدالله آل الشيخ ۳۵مه خطبه پوره شوه.
شيخ عبدالعزيز په ۱۹۴۱ كال د سعودي په پايتخت رياض كې وزېږېد او د حج لومړنۍ خطبه يې په ۱۹۸۱ كال وركړه.
شيخ په ۱۲ كلنۍ كې قران كريم حفظ كړ او په ۲۲ كلنۍ كې يې د سعودي له امام الدعوه انسټيټيوټ نه په شرعياتو كې د فراغت سند واخيست.
نوموړى په ۱۹۹۵ كې د سعودي د پخواني مفتي اعظم مرستيال شو او په ۱۹۹۹ كې په خپله د مفتي اعظم پر څوكۍ كېناست.
شيخ عبدالعزيز له اوله د سترګو د ديد له كمزورۍ شكايت درلود خو په ۱۹۶۰ كال كې يې د سترګو ديد بيخي ولاړ او ړوند شو.
عبدالعزيز د  اسلامي نړۍ د بحرانونو او د مسلمانانو د نورو ستونزو په اړه د هغه څه په ښكاره كولو كې ډېره دلچسپي لري چې اصلاح ته اړتيا ولري، په دې ترڅ كې نوموړى د فلسطين په اړه ډېر تينګار كوي.
نوموړي په خپلو ټولو خطبو كې د مسلمانانو د خپلمنځي اختلافاتو د له منځه وړلو او په دې برخه كې د مطبوعاتو د مثبت رول لوبولو غوښتنه كړې، دغه راز يې د ښځو د حقونو په اړه هم ګڼې څرګندونې كړې دي.
څو ورځې وړاندې نوموړى د سعودي د حكومت په پلوۍ هم وغږېد او ويې ويل د منى الجمرات په پېښه كې سعودي حكومت ګرم نه و، بلكې دا يوه طبيعي پېښه ځكه وه چې هر ځاى د خلكو بېروبار نه شي كنټرولېداى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA