د فسبوك ټولنيزې شبكې بنسټګر مارك زوكر برګ پر نړيواله ټولنه غږ كړى چې انټرنيټ ته لاسرسى بايد د هر انسان په لومړنيو حقونو كې شامل كړي. د فسبوك ټولنيزې شبكې بنسټګر مارك زوكر برګ پر نړيواله ټولنه غږ كړى چې انټرنيټ ته لاسرسى بايد د هر انسان په لومړنيو حقونو كې شامل كړي.
نوموړي د ملګرو ملتونو په يوه غونډه كې چې بان كي مون او د جرمني صدراعظمه انګيلا مركل هم په كې وو، هوډ وكړ چې د دې لپاره د انټرنيټي اړيكه نيونې د يو نړيوال كمپاين پيلولو تابيا لري او غواړي خلكو كې د خپلو انټرنيټي حقونو په اړه د شعور راپورته كولو مبارزه عامه كړي.
زوكر برګ ويلي، غواړي د نړۍ وګړي په دې وپوهوي چې انټرنيټ ته لاسرسى د دوى په لومړنيو او بنسټيزو حقونو كې راځي.
د ملګرو ملتونو دا غونډه چې زوكر برګ په كې د انټرنيټ په اړه مهمه غوښتنه كړې، په راتلونكو ۱۵ كلونو كې د بې وزلۍ او د انساني عدم مساوات د ستونزې له منځه وړلو په خاطر جوړه شوې وه.


