ads

ایا د سولې پروسه ناکامه شوې؟

داسې ښكاري چې د طالبانو د نوي مشر پر سر د دوى تر منځ د راپورته شويو جنجالونو په اړه د خبرو تر ناكامېدو وروسته به نه يوازې دا ډله په څو برخو تقسيم شي، بلكې كه حكومت په دې برخه كې د طالب قومندانانو پخلاينه او د سولې په اړه لازم اقدامات ونه كړي، […]

نویسنده: TKG
5 تله 1394

داسې ښكاري چې د طالبانو د نوي مشر پر سر د دوى تر منځ د راپورته شويو جنجالونو په اړه د خبرو تر ناكامېدو وروسته به نه يوازې دا ډله په څو برخو تقسيم شي، بلكې كه حكومت په دې برخه كې د طالب قومندانانو پخلاينه او د سولې په اړه لازم اقدامات ونه كړي، شايد جګړه د مهارېدو پر ځاى لا تونده شي. داسې ښكاري چې د طالبانو د نوي مشر پر سر د دوى تر منځ د راپورته شويو جنجالونو په اړه د خبرو تر ناكامېدو وروسته به نه يوازې دا ډله په څو برخو تقسيم شي، بلكې كه حكومت په دې برخه كې د طالب قومندانانو پخلاينه او د سولې په اړه لازم اقدامات ونه كړي، شايد جګړه د مهارېدو پر ځاى لا تونده شي.
د طالبانو د تحريك د پارچه كېدو امكانات هغه وخت زيات شول چې تېره اوونۍ د طالبانو د مشرانو تر منځ د ملا محمد عمر تر  مړينې وروسته د نوي امير په اړه كوم توافق ته د رسېدو خبرې ناكامه شوې او بيا رويټرز اژانس سمدواره وويل چې د طالبانو ترمنځ د درز ايجاد ښايي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې هم له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.
د دې اختلافاتو ريښه د طالبانو د مشر په چوكۍ د ملا اخترمحمد منصور ټاكنې ته رسيږي چې په اړه يې طالب مشرانو وويل، د دغه نوي امير ټاكنه خودسرانه عمل دى او د طالبانو د اهل حل و عقد له مشرانو سره په كې هېڅ مشوره نه ده شوې.
دوى په دې هم ناراضه وو چې ملا منصور ولې حتى له ډېرو مهمو قومندانانو څخه تر دوو كلونو پورې د ملا محمد عمر مړينه پټه ساتلې وه؟ د اختلاف بل ټكى دا و چې د ملا دادالله ورور او مهم طالب قومندان ملا منصور دادالله وويل، ملا اختر محمد د اى ايس اى په خوښه ټاكل شوى او دوى ته د منلو وړ نه دى، خو د ده له اختلاف سره سم وويل شول چې ملا منصور دادالله د ملا اخترمحمد په مخالفت داعش ډلې ته تمايلات زيات كړي.
ملا منصور دادالله كه څه هم وروسته دا خبرې رد كړې، مګر د ملا اخترمحمد په مخالفت بيا هم ولاړ پاتې شو. اوس چې په دې اړه د طالب مشرانو د ناستې خبره توده ده؛ نو د ملا اختر محمد منصور د مخالفې ډلې وياند ملا عبدالمنان نيازي رسنيو ته په ډاګه كړې چې د ملا منصور او ناراضو طالب قومندانو ترمنځ خبرې ناکامې شوې دي:((موږ دوې مياشتې ملا منصور ته انتظار وکړ چې په وضعيت ځان پوه کړي او د مشرتابه له مقام څخه لاس واخلي؛ پرې دې ږدي چې د طالبانو عالي شورا نوى مشر د رايو پر اساس وټاکي، خو دى په دې کار کې ناکام شو.)) منان نيازي رويټرز اژانس ته ويلي؛ د طالبانو ناراض قومندانان به د ملا منصور پر ډله بريدونه نه کوي؛ بلکې دوى به هم په افغانستان کې پر افغان حکومت او بهرنيو متحدينو خپل بريدونه تنظيموي. تر دې وړاندې ملا منصور دادالله هم په يوه ويډيويي پېغام كې ويلي وو چې دى به له ملا منصور سره يو ځاى نه شي، خو د بهرنيو ځواكونو تر وتو پورې به يې جګړه روانه وي.
دې خبرو د افغان حكومت لپاره د جګړې د ګواښونو زياتېدو ته زمينه اواره كړې او دا وېره يې زياته كړې چې كه افغان حكومت له موقعې نه په استفادې له طالبانو جلا شوي قومندانان پخلا نه كړي؛ نو په دغو قومندانانو به يا داعش ډله برلاسې شي يا به هم په تيت او پرك ډول مخالفتونه زور واخلي.
شنونكي په دې عقيده دي چې په دې صورت كې به كابل ته د طالبانو د يوې خاصې او ټول منلې مرجع په پيدا كولو كې هم زياتې ستونزې زیاتې شي، ځكه نو دوى پر حكومت غږ کوي چې د سولې ډپلوماسي چټه کړي. د چارو كارپوه ډاكټر فريد مشفق همدا ټكى مهم ګڼي او  وايي، پاكستان شايد د طالبانو له خپلمنځي اختلافاتو په استفادې د سولې پروسه ځنډنۍ كړي، خو د ده په وينا، كابل ته په كار ده چې د طالبانو له ډلې جلا شوي قومندانان جذب كړي او د سولې په برخه كې د نااميديو پر ځاى هيله مندۍ زياتې كړي. نوموړی وايي:((دا د حكومت لپاره ښه فرصت دى، له طالبانو څخه پر جلا شويو قومندانانو داعش او نورې ډلې ښې تقويه كېداى شي، مګر كه افغان حكومت پر ځاى اقدام وكړي او مرور طالب قومندانان خواته رانږدې كړي؛ نو دا به د سولې په برخه كې د طالبانو پر اوسني تشكيل هم خورا ژور اغېز وكړي او يو لوى شمېر طالبان به سولې ته له رسېدو مخكې تر مخكې سوله ييز بهير ته راستانه شوي وي.))
يو شمېر نور شنونكي هم په دې باور دي چې د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو دوام به د داعش ډلې فعالیت او جلب و جذب ته لاره پرانیزي او دا هغه څه دي چې نه د طالبانو او نه هم د افغان دولت په ګټه تمامېدلی شي. په دې اړه د ښځو د عدالت غوښتونکو ټولنې غړې جمیله امین وايي، په افغانستان كې داعش ته د طالب قومندانانو د اوښتو چانس سر له اوسه افغانان اندېښمن كړي او خلک له ملي وحدت حکومت څخه هیله لري چې خپلو داخلي اختلافاتو ته نور پای ورکړي او له رامنځته شوي فرصت څخه د سولې د خبرو اترو په برخه کې ګټه پورته کړي:((په هماغه اندازه چې طالبان په اختلافاتو اخته دي، د کابل حکومت هم له شدیدو ناهمغږیو ځورېږي؛ نو له همدې کبله ناشونې نه ده چې د طالبانو ناراضه ډلې دې له دولت سره یو ځای شي، خو د دې امکان شته چې ځینې طالبان داعش ته ورواوړي چې باید مخه یې ونیول شي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA