د اىران د باندىنو چارو مرستىال وزىر، حسىن امىر عبداللهىان، سعودي چارواکي د حج د مراسمو په ناسم مدىرىت ګرم بللي او پر رىاض ىې غږ کړى چې د حاجىانو د سلامتىا لپاره دي بىړني اقدامات وکړي.
د ايران د باندينو چارو مرستيال وزير، حسين امير عبداللهيان، سعودي چارواکي د حج د مراسمو په ناسم مديريت ګرم بللي او پر رياض يې غږ کړي چې د حاجيانو د سلامتيا لپاره دي بيړني اقدامات وکړي.
د ايران د حج د چارو د ادارې مشر، سعيد اوحدي، هم ويلي چې د حج د چارو په ناسم سمبالښت کې د سعودي چارواکو له ضعف نه سترګې نشي پټيداې.
د ايراني چارواکو نيوکې له هغه وروسته کيږي چې د پنجشنبې په ورځ مينا کې د الجمرات يا د شيطان ويشتلو په مهال په ټيل ماټيل کې څه باندې ۷۱۷ حاجيان مړه شول او تر ۸۰۰ ډير نور ټپيان شول.
ويل کيږي چې په مړو کې لږ تر لږه ۴۰ ايرانيان دي.
د ايراني رسنيو په حواله، تهران د پنجشنبې په ورځ د سعودي سفارت يو ديپلمات ور وباله تر څو د مينا د پيښې په اړه توضيحات ورکړي.
ايراني چارواکو دغه راز د ټپيانو په درملنه کې د سعودي حکومت پر روغتيايي خدماتو هم نيوکه کړي او ويلي چې د ټپيانو د ليږد لپاره کافي امبولانسونه او روغتياپالان نه وو.
شاوخوا ۲۴ زره افغانان هم سږ کال حج ته تللي خو افغان چارواکي وايي تر اوسه په دوې کې د مرګ ژوبلې په اړه هيڅ معلومات نلري.
سږکال حج ته شاوخوا درې ميليونه مسلمانان د نړۍ له ۱۸۸ هيوادونو نه ورغلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


