ads

پاكستانى پوځ د ۹ تنو د اعدام امر وركړ

د پاكستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په دغه هېواد كې د ترهګرۍ په تور ۹ كسانو ته د مرګ د سزا امر صادر كړ. د پاكستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په دغه هېواد كې د ترهګرۍ په تور ۹ كسانو ته د مرګ د سزا امر صادر كړ.د پوځ په محكمه […]

نویسنده: TKG
31 وږی 1394

د پاكستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په دغه هېواد كې د ترهګرۍ په تور ۹ كسانو ته د مرګ د سزا امر صادر كړ. د پاكستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په دغه هېواد كې د ترهګرۍ په تور ۹ كسانو ته د مرګ د سزا امر صادر كړ.
د پوځ په محكمه كې دغه كسان د عامو خلكو او پوځي منسوبينو په وژنه مجرم ګڼل شوي دي.
د پاكستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ويلي، په دغو كسانو كې د پاكستاني تورنجنرال ثناالله او كرنيل توصيف په نوم د دوه قومندانانو ترور كوونكي هم شامل دي او د پوځ مشر يې له كوم ځنډ او رعايت پرته د اعدام پرېكړه منلې ده.
دا په داسې حال كې ده چې څو ورځې وړاندې د پېښور بډه بېره كې د هوايي ځواك پر يو كمپ د پاكستاني طالبانو بريد كې ۲۹ تنه نظاميان ووژل شول او همدومره نور ټپيان شول.
پاكستاني حكومت ويلي، د تروريزم په تور نيول شويو سره به هېڅ مراعات ونه كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA