ads

هنګري پوځيان، له دې وروسته كډوال په ربړي مرميو ولي

د ملګرو ملتونو له اندېښنو سره سره هنګري خپل پوځ ته د كډوالو د سختې څپې د مهال لپاره د ځانګړو اختياراتو امر صادر كړى دى. د ملګرو ملتونو له اندېښنو سره سره هنګري خپل پوځ ته د كډوالو د سختې څپې د مهار لپاره د ځانګړو اختياراتو امر صادر كړى دى.د هنګري پارلمان پرون […]

نویسنده: TKG
31 وږی 1394

د ملګرو ملتونو له اندېښنو سره سره هنګري خپل پوځ ته د كډوالو د سختې څپې د مهال لپاره د ځانګړو اختياراتو امر صادر كړى دى.

د ملګرو ملتونو له اندېښنو سره سره هنګري خپل پوځ ته د كډوالو د سختې څپې د مهار لپاره د ځانګړو اختياراتو امر صادر كړى دى.
د هنګري پارلمان پرون په دې اړه ناسته لرله چې پر پولو د كډوالو د را اوښتو د مخنيوي په برخه كې د پوځ د اختياراتو نوى قانون پاس كړي او هغوى ته اجازه وركړي چې د كډوالو خلاف جدي اقدامات پورته كړي.
د دې قانون له مخې اوس پوځ كولى شي چې پر هنګري د كډوالو د سختې څپې د مهار لپاره په ور اوښتونكو كډوالو د ربړ ګولۍ فير او اوښكې بهوونكى ګاز د كارولو تر څنګ نورې لارې چارې استعمال كړي.
خو بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي بانكي مون د اروپايي هېوادونو لخوا په دې وروستيو كې د خپلو پولو تړل او له كډوالو سره ناوړه سلوك د اندېښنې وړ بللى او پر اروپايي ټولنه يې غږ كړى چې د كډوالو د بحران پر وړاندې غوره چلند خپل كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA