د نايجريا په شمال ختيځ ښار بورنو كې د پرله پسې څلور چاودنو په ترڅ كې ۵۴ تنه مړه او له ۹۰ زيات ټپيان شوي دي. د نايجريا په شمال ختيځ ښار بورنو كې د پرله پسې څلور چاودنو په ترڅ كې ۵۴ تنه مړه او له ۹۰ زيات ټپيان شوي دي.
سرچينې وايي، لومړۍ درې چاودنې د بورنو په ميدوګوري كې پرله پسې رامنځته شوې خو څلورم بيا په اجلياري سيمه كې په جومات دننه ځانمرګى بريد و چې ډېر تلفات يې واړول.
په دريو پرله پسې چاودنو كې يوه د فوټبال په ميدان كې د خلكو په منځ كې شوې چې تر اوسه د يوې چاودنې پړه هم كومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې خو د دغه هېواد چارواكو ويلي، دا ډول بريدونه اكثره د بوكو حرام لخوا ترسره كېږي.
پوليسو او پوځ په سيمه كې ګزمې پيل كړي او ځاى ځاى يې د شكمنو كسانو په نيولو پسې عمليات هم پيل كړي دي.
د بورنو ايالت ميدوګوري دوه مليونه نفوس لري او د ياغيانو د تر ټولو سختو تحركاتو ښكار سيمه ګڼل كېږي.
نايجريايي پوځ يوه مياشت وړاندې دلته سخت عمليات هم وكړل او تر دا مهاله كومه پېښه نه وه شوې خو وروستيو پېښو ته د عملياتو په مقابل كې د بوكو حرام د عكس العمل نوم وركول كېږي.


