سعودي حكومت د سږني كال د حج شريف د مراسمو د امنيت د خونديتوب په خاطر په ۵۰ زره سي سي امنيتي څارونكې كامرې نصب كړې دي.
سعودي حكومت د سږني كال د حج شريف د مراسمو د امنيت د خونديتوب په خاطر په ۵۰ زره سي سي امنيتي څارونكې كامرې نصب كړې دي.
د حج مراسم نن د مېنا خوا ته د حاجيانو له روانېدو پيل شول او سبابه ۳ مليونه حاجيان د نمره د جومات د امام خطبه د عرفې پر غونډۍ واوري.
سعودي حكومت سږ كال له حوثي ياغيانو ډارېږي چې د حج مراسم د غچ اخستنې په اقدام كې خراب نه كړي.
د دې لپاره سعودي حكومت د حج د مراسمو په هر لويشت لويشت ځاى كې تر ۵۰ زرو زياتې امنيتي كامرې نصب كړي.
همدا راز ۱۰۰ زره امنيتي ځواكونو په مكه مكرمه كې د امنيت د نيولو لپاره ګمارل شوي دي.
د سعودي د كورنيو چارو وزارت وايي، دا ور هر حاجي د قوي امنيتي او حساسو كامرو لخوا څارل كېږي او دوى پرې بشپړ نظر لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


