ads

د بډه بېرې پېښه، نواز شريف ته د جمهور رئيس غني غمرازي

افغان جمهور رئيس محمد اشرف غني د پاكستان له صدراعظم نواز شريف سره په يو ټليفوني تماس كې د بډه بېرې پېښه چې د پاكستان ګڼ هوايي پوځونه په كې ووژل شول، په كلكو ټكو غندلې ده. افغان جمهور رئيس محمد اشرف غني د پاكستان له صدراعظم نواز شريف سره په يو ټليفوني تماس كې […]

نویسنده: TKG
31 وږی 1394

افغان جمهور رئيس محمد اشرف غني د پاكستان له صدراعظم نواز شريف سره په يو ټليفوني تماس كې د بډه بېرې پېښه چې د پاكستان ګڼ هوايي پوځونه په كې ووژل شول، په كلكو ټكو غندلې ده. افغان جمهور رئيس محمد اشرف غني د پاكستان له صدراعظم نواز شريف سره په يو ټليفوني تماس كې د بډه بېرې پېښه چې د پاكستان ګڼ هوايي پوځونه په كې ووژل شول، په كلكو ټكو غندلې ده.
پاكستانۍ اكسپرس ټريبيون په دې اړه راپور كې ويلي چې اشرف غني د بډه بېرې په پېښه كې د انساني تلفاتو په اوښتو د پاكستان صدراعظم سره خواشيني كړې او هغه ته يې ويلي، د افغانستان خاوره هېڅكله د پاكستان پر ضد نه ده كارول شوې او نه به دې كار ته اجازه وركړي.
د دواړو مشرانو تر څنګ د خبرو نور جزيات لا نه دي خپاره شوي، خو پرون د پاكستان صدراعظم له حكومتي مشرانو سره په دې اړه يوه ناسته رابللې وه چې څرنګه له افغانستان سره يو ځاى د ترهګرۍ پر ضد مؤثر اقدامات پورته كېداى شي؟
پاكستاني مشرانو په دې غونډه كې وويل د بډه بېرې بريد د افغانستان په خاوره كې تنظيم شوى و او كابل ته به د بډه بېرې د پېښې په اړه شواهد وسپاري، خو افغان جمهوري رياست له پېښې سمدواره د پاكستان د پوځ دا ادعاوې رد كړې چې ګواكې دا بريد دې په افغانستان كې پلان شوى وي.
د بډه بېرې په پېښه كې د دغه هېواد د پوځي وياند عاصم باجوه په وينا ۲۹ پوځيان وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان شوي وو.
بريد د ۱۳ وسله والو لخوا ترسره شوى او پاكستاني طالبانو يې پړه پر غاړه اخستې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA