ads

نواز شريف نن د افغان- پاك ترهګرۍ ضد ناسته رابللې

د پاكستان صدراعظم نواز شريف به نن د خپلې كابينې له وزيرانو او نظامي چارواكو سره يو ځاى په يوه مهمه ناسته كې د ترهګرۍ په برخه كې له افغانستان سره د همكارۍ په څرنګوالي بحث وكړي. د پاكستان صدراعظم نواز شريف به نن د خپلې كابينې له وزيرانو او نظامي چارواكو سره يو ځاى […]

نویسنده: TKG
30 وږی 1394

د پاكستان صدراعظم نواز شريف به نن د خپلې كابينې له وزيرانو او نظامي چارواكو سره يو ځاى په يوه مهمه ناسته كې د ترهګرۍ په برخه كې له افغانستان سره د همكارۍ په څرنګوالي بحث وكړي. د پاكستان صدراعظم نواز شريف به نن د خپلې كابينې له وزيرانو او نظامي چارواكو سره يو ځاى په يوه مهمه ناسته كې د ترهګرۍ په برخه كې له افغانستان سره د همكارۍ په څرنګوالي بحث وكړي.
د پاكستان اكسپرس نيوز خبري سرچينې ويلي، دا ناسته پخپله نواز شريف رابللې چې له نظامي چارواكو څخه به په كې د پېښور- بډه بېرې د تازه بريد په اړه  اسناد ترلاسه او د دا ډول بريدونو د مخنيوي په اړه به د پوځ له مشر راحيل شريف، د كورنيو چارو له وزير چودري نثار او نورو پوځي قومندانانو سره خبرې وكړي.
سرچينې ويلي، دا ناسته د دې لپاره هم رابلل شوې چې اسلام اباد په دې سلا شي چې څرنګه كولى شي له افغانستان سره يو ځاى د ترهګرۍ ضد اقدامات وكړي.
په پېښور كې د بډه بېرې د  هوايي ځواك پر مركز بريد درې ورځې وړاندې د ۱۳ ځانمرګو بريدګرو لخوا ترسره شوو چې د يو مهم پوځي قومندان په ګډون ۲۹ فاكستاني سرتېري په كې ووژل شول او همدومره نور ټپيان شول.
پاكستاني پوځ د دغه بريد په اړه تور پورې كړ چې طالبانو دا حمله د افغانستان په خاوره كې پلان كړې وه، خو افغان شنونكي وايي، پاكستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه كې د خپلې دوه مخې پالېسۍ د پټولو لپاره داسې څرګندونې كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA