د كاناډا حكومت اعلان كړى چې په راتلونكي يو كال كې به لس زره سوريايي كډوالو ته په خپله خاوره كې پناه وركړي. د كاناډا حكومت اعلان كړى چې په راتلونكي يو كال كې به لس زره سوريايي كډوالو ته په خپله خاوره كې پناه وركړي.
اوټاوا په دې برخه كې د كډوالو د منلو سيسټم هم اسانه كوي چې له مخې به يې سوريايان خپل غوښتنليكونه د ملګرو ملتونو د دفترونو له لارې د دغه هېواد حكومت ته استوي.
د كاناډا د كډوالو وزير وايي، سږ كال يې ۲۳ زره عراقيانو ته په خپل هېواد كې د اوسېدو جواز وركړى خو په راروان كال كې پلان لري چې د سوريې له ۱۰ زره جګړه ځپلو سره هم په دې هېواد كې د اوسېدو په برخه كې مرسته وكړي.


