سږ كال سر له سبا ورځې څخه په مكه كې ۳ مليونه مسلمانان د حج مراسم د منى له مقام څخه پيلوي او د چهار شنبې په ورځ به د عرفات غونډۍ ته وخېژي.
سږ كال سر له سبا ورځې څخه په مكه كې ۳ مليونه مسلمانان د حج مراسم د منى له مقام څخه پيلوي او د چهار شنبې په ورځ به د عرفات غونډۍ ته وخېژي.
حاجيان به د عرفې په ورځ د حج د مهم ركن د اداينې په هدف د عرفات په مقام د نمره جومات د امام خطبې واوري او د پنجشنبې په ورځ به لوى اختر قرباني كوي.
سعودي حكومت وايي، سږ كال ۳ مليونه حاجيان له مختلفو هېوادونو ور رسېدلي او د خونديتوب لپاره يې امنيتي اقدامات هم خورا سخت كړي دي.
د سعودي عربستان د كورنيو چارو وزارت وايي، امنيتي تدابير يې ځكه زيات كړي چې دوى اندېښنه لرله،د يمن د جګړې له رويه په سعودي كې كومه تروريستي پېښه رامنځته نه شي.
د كورنيو چارو وزارت وياند تورن جنرال منصول التركي وايي، د سږني حج د مراسمو د ښه ترسره كېدو په خاطر يې ۱۰۰ زره امنيتي ځواكونه د امنيت په ټينګولو ګمارلي چې د ترهګرۍ ضد ځانګړي ځواكونه، ملي دفاع وزارت كمانډويي ځواكونه او په لوى شمېر ټرافيكي پوليس شامل دي: (( په دې برخه كې د سعودي ځانګړى ملي ګارډ او پوليس هم فعاله ساتل شوي، ځكه داسې امكانات ليدل كېدل چې د يمن د جګړې ياغيان به سږ كال د حج مراسم د غچ اخستنې په توګه په نښه كړي، خو زه په ډاډ سره وايم چې ترهګر د سعودي يو سانتي متر خاوره هم نه شي لاندې كولاى.))
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، سږ كال ۲۴ زره افغانان د حج په مراسمو كې برخه اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

