داعش ډلې د لومړي ځل لپاره يوه داسې ويډيو خپره كړې چې په كې د دغې ډلې لپاره د تركيې له لارې څخه عراق او شام ته جنګيالي استول كېږي.
داعش ډلې د لومړي ځل لپاره يوه داسې ويډيو خپره كړې چې په كې د دغې ډلې لپاره د تركيې له لارې څخه عراق او شام ته جنګيالي استول كېږي.
د داعش په انټرنيټ پاڼه يوه خپره شوې ويډيو ښيي چې د دغې ډلې لپاره له خپلو هېوادونو راتښتېدلي جنګيالي د تركيې، د هتايي په يو هوايي ډګر كې له الوتكو ښكته كېږي او بيا له هغې وروسته د شام او عراق خواته له داعش او النصره ډلې سره د يو ځاى كېدو په خاطر سفر كوي.
هتايي هوايي اډه د شام پولې ته په څو ميله واټن كې پرته ده او ويل كېږي داعش جنګيالي په همدې هوايي ډګر كې خپل اسناد پاكوي او په ډېره اسانۍ سوريې ته اوړي.
په خپره شوې ويډيو كې دوه تنه موريتانويان او څلور تنه ليبيايي، مصري، سعودي او بريټانوي تابعيت لرونكي ښودل شوي.
دغه كسان له هوايي ډګر نه په وتو په ډېره بيړه يو شمېر مخصوصو ولاړو موټرونو كې چې غالبا د قاچاقبرو موټر ښكاري، كېني او د شپې په تياره كې شام ته اړول كېږي.
په دې اړه تر دې پخوا راپورونه موجود وو چې ګواكې يو شمېر جنګيالي له داعش ډلې سره د تركيې له لارې يو ځاى كېږي، خو داعش يې تاييد نه و كړى، مګر اوس يې پخپله خپره كړې ويډيو كې ليدل كېږي چې د دغې ډلې لپاره د تركيې لارې ور رسېدلي جنګيالي د خوښۍ څرګندونې كوي.
تركي حكومت لا تر اوسه تصديق كړې نه ده چې په ويډيو كې ښودل شوى هوايي ډګر د تركيې دى او كه نه، خو د وروستيو راپورونو له مخې دغه هېواد داعش پر ضد عملياتو كې د پراخې ونډې اخستلو هڅې كړي او ګڼې سيمې يې هم په داعش پسې بمبار كړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

