ads

باميان، قراردادي ښوونكي له بې معاشۍ نه ښوونځي تړي

د باميانو قراردادي ښوونكو مركزي حكومت ته ګواښ كړى چې كه دوى ته له شپږو مياشتو راهيسې بند شوي معاشونه ژر تر ژره ور نه كړي، نو د باميانو ټول ښوونځي به وتړي. د باميانو قراردادي ښوونكو مركزي حكومت ته ګواښ كړى چې كه دوى ته له شپږو مياشتو راهيسې بند شوي معاشونه ژر تر […]

نویسنده: TKG
30 وږی 1394

د باميانو قراردادي ښوونكو مركزي حكومت ته ګواښ كړى چې كه دوى ته له شپږو مياشتو راهيسې بند شوي معاشونه ژر تر ژره ور نه كړي، نو د باميانو ټول ښوونځي به وتړي. د باميانو قراردادي ښوونكو مركزي حكومت ته ګواښ كړى چې كه دوى ته له شپږو مياشتو راهيسې بند شوي معاشونه ژر تر ژره ور نه كړي، نو د باميانو ټول ښوونځي به وتړي.
دا مهال په باميانو كې ۲۷۰ ښوونځيو ته ۲۷۷۵ قراردادي ښوونكي په تدريسي چارو بوخت دي، خو ټول شكايت لري چې د نوي تعليمي كال له پيله يې تر اوسه يوه افغانۍ معاش نه دى ترلاسه كړى.
د شيبر ولسوالۍ لسګونه ښوونكي د يو لاريون په ترڅ كې د ولايت مقام مخې ته راټول شوي او د خپل شپږ مياشتني بند شوي معاش د ترلاسه كولو غوښتنه يې وكړه
لاريون كوونكو همدا راز دولت ته ګواښ وكړ كه په دې اړه يې ستونزې حل نه شي نو دوى به د باميانو د ټولو ښوونځيو دروازې وتړلي او خپلې دندې به خوشې كړي.
محمد جواد چې په يو ځايي ښوونځي كې د ښوونكي دنده ترسره كوي كليد ته په خپلو خبرو كې وويل، له ۶ مياشتو راهيسې د معاش د نه اخستو له كبله اقتصادي ستونزې خورا زياتې شوې دي: (( معارف رياست موږ ته يوه افغانۍ معاش نه دى راكړى، ټول ښوونكي د دوكاندارانو له پورونو نور پزې ته راغلي، له چانه چې ما خپله سودا كړې هغه دوكانداران نور مخ رانه پټوي، وايي پخواني پورونه دې راوړه نوې سودا به دركړو.))
د باميانو د ولايتي اداره دا مني چې تر دا مهاله د قراردادي ښوونكو معاشونه نه دي حواله شوي، خو د ولايت د مرستيال محمد اصف مبلغ په وينا ولايتي اداره هڅه كوي چې ستونزه له معارف وزارت سره په همكارۍ ژر تر ژره حل شي.
نوموړي په سيمه كې د كليد راډيو خبريال اسحاق اكرمي ته ويلي: (( موږ هڅه كوو چې دا ستونزه په نږدې راتلونكي كې حل شي، كه معارف وزارت دا ستونزه ژر حل نه كړي نو دا به د باميان ولايت لپاره تر ټولو ستره ضربه وي چې د معترضو ښوونكو لخوا ښوونځي وتړل شي.))
د باميان د ولايتي شورا غړى محمد حسن اسدي ههم پر دولت غږ كوي چې د دغه ولايت د پوهنيز بهير پر وړاندې د خنډ د راپورته كېدو مخه ونيسي او د ښوونكو ستونزه ژر تر ژره حل كړي: (( دغو ښوونكو څو ځله د ولايتي شورا انګړ ته شكايتونه راوړي، اوس يې چې ستونزه حل شوې نه ده نو دوى ګواښ كوي چې ښوونځي به وتړلي، كه داسې وشي نو دا به ډېره سخته شي.))
د باميان د پوهنې رئيس محمد رضا اداء بيا وايي، تر دا مهاله د پوهنې رياست په چوكاټ كې درې فيصده قراردادي ښوونكو د معاشونو د بندښت له كبله له تدريسي چارو لاس اخستى، مګر ښوونځي او ټولګي يې لا په بشپړه توګه تړلي نه دي.
دا په داسې حال كې ده چې د پوهنې وزارت چارواكي وايي،  دا مني چې معاشونه بند شوي وو، خو په وينا يې په تېر مهال كې د پوهنې وزارت او ماليې وزارتونو تر منځ د ناسم پوهاوي له كبله يو شمېر ستونزې وې خو اوس دا مسئله ژر تر ژره په اسانۍ حلوي.
كليد ته د پوهنې وزارت مالي او اداري معين ډاكټر سيد حميد الله همدا خبره كړې او وايي: (( د قراردادي ښوونكو د معاشونو ستونزه له باميانو پرته په ټول هېواد كې حل شوې، موږ په دې اړه د هېواد د ۳۴ ولايتونو مستوفيتونو ته مكتبونه استولي، خو نه پوهېږو چې د باميانو مستوفي ولې تر اوسه د قراردادي ښوونكو معاشونه نه دي حواله كړي؟))
دا مهال په باميانو كې ۱۴۷ زره زده كوونكي چې ۵۰ فيصده يې نجونې دي په ټول ټال ۲۷۰ ښوونځيو كې له ۲۸۵۰ رسمي او ۲۷۷۵ قراردادي ښوونكو زده كړې كوي.
ويل كېږي يوازې د باميانو د قراردادي ښوونكو په معاشونو كې ستونزه نه ده، بلكې تر دې وړاندې د جوزجان ښوونكو هم شكايت درلود چې تر ۶ مياشتو يې معاشونه نه دي اخستي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA