د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې پاکستان به د بډه بېرې پر اډې د وړمې ورځې بريد په اړه افغانستان ته خپل شواهد وړاندې کړي. نوموړي پرون په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل، د دې هدف لپاره، چې دا بريد له افغانستان څخه پلان شوى و؛ شواهد او ثبوتونه راټولېږي.
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې پاکستان به د بډه بېرې پر اډې د وړمې ورځې بريد په اړه افغانستان ته خپل شواهد وړاندې کړي.
نوموړي پرون په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل، د دې هدف لپاره، چې دا بريد له افغانستان څخه پلان شوى و؛ شواهد او ثبوتونه راټولېږي.
د هغه په وينا، دواړه هېوادونه په خپلو سيمو کې د تروريزم د له منځه وړلو مسووليت پر غاړه لري.
هغه زياته کړه، افغانستان بايد د هغې موافقې مادې عملي کړي، چې كابل ته د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف د سفر په ترڅ کې دواړو هېوادونو پرې سلا کړې وه.
سرتاج عزيز په دې اړه نور جزيات څرګند نه کړل.
خو افغان حكومت د پاکستاني چارواکو هغه ادعا بې بنسټه وبلله او په کلکه يې رد کړه، چې ګواكې ياد بريد په افغانستان کې پلان شوى و او له دې ځايه کنټرولېده.
د سرچينې په وينا، هېڅ وخت يې اجازه نه ده ورکړې او نه به يې ورکړي، چې له قلمرو څخه يې د نورو هېوادونو په ضد ګټه واخيستل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ياد بريد مسووليت تحريك طالبان پاكستان پر غاړه اخيستى او د بريد د پلان او عملي کولو ويډيو يې هم خپره کړې ده.


