د پاكستان د پوځ وياند ادعا كوي، د پېښور بډه بېرې بريد چې تر اوسه په كې د دغه هېواد چارواكو د ۲۹ پاكستانيانو د وژل كېدو خبر تاييد كړى، په افغانستان كې پلان شوى و. د پاكستان د پوځ وياند ادعا كوي، د پېښور بډه بېرې بريد چې تر اوسه په كې د دغه هېواد چارواكو د ۲۹ پاكستانيانو د وژل كېدو خبر تاييد كړى، په افغانستان كې پلان شوى و.
ميجر عاصم باجوه د پېښور پريس كلب په انګړ كې رسنيو ته وويل، په بډه بېره كې د پاكستاني هوايي ځواكونو پر مركز بريد پرون سهار ۵ بجې په ډاټسن موټر كې راغليو ۱۳ بريدګرو د مركز پر دروازه له دوو خواوو د راكټ لانچر په ډزو پيل كړ.
عاصم باجوه ويلي، په بريد كې د پاكستاني پوځ د يو مهم قومندان په شمول ۲۹ سرتېري وژل شوي چې ۲۳ تنه يې د هوايي پوځ غړي وو.
باجوه همدا راز په بريد كې د ۲۹ تنو نورو پوځيانو د ټپي كېدو خبر هم تاييد كړى خو زياته كړې يې ده چې ۱۳ تنه بريدګر هم ټول وژل شوي دي.
هغه تور پورې كړى چې دا بريد د افغانستان په خاوره كې پلان شوى او بريدكوونكي له همغه ځايه راغلي وو: (( دا بريد طالبانو كړى، زموږ معلومات وايي چې بريدګر د بريد پر وخت له ا فغانستانه كنټرولېدل، خو په دې اړه لا هم څېړنې كوو، تر څو بشپړ معلومات ترلاسه شي.))
دا په داسې حال كې ده چې تر اوسه افغان لوري په دې اړه كوم غبرګون نه دى ښودلى خو دامريكا متحده ايالاتو دا بريد په كلكه غندلى دى.


