ads

روسيې نړۍ ته خپل نظامي زور وښود

روسيې پرون د ليننګراډ په ستره پوځي اډه كې د نړۍ تر ټولو ستر او پراخ پوځي تمرينات په برياليتوب پاى ته ورسول. روسيې پرون د ليننګراډ په ستره پوځي اډه كې د نړۍ تر ټولو ستر او پراخ پوځي تمرينات په برياليتوب پاى ته ورسول.چارواكي وايي، په دغو تمريناتو كې ۹۵ زره روسي سرتېرو، […]

نویسنده: TKG
28 وږی 1394

روسيې پرون د ليننګراډ په ستره پوځي اډه كې د نړۍ تر ټولو ستر او پراخ پوځي تمرينات په برياليتوب پاى ته ورسول.

روسيې پرون د ليننګراډ په ستره پوځي اډه كې د نړۍ تر ټولو ستر او پراخ پوځي تمرينات په برياليتوب پاى ته ورسول.
چارواكي وايي، په دغو تمريناتو كې ۹۵ زره روسي سرتېرو، ۷ زره زغره والو موټرو، ۱۷۰ جنګي الوتكو او شلو سمندري نظامي بېړيو برخه اخستې وه.
روسيې دا كار د خپل پوځي زور او قوت د ننداره كولو په خاطر كړى او خپلو خلكو ته يې د دې تمريناتو هره برخه په ټلويزيون هم وښودله.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې امريكا او جنوبي كوريا هم ګډ پراخ پوځي تمرينات ترسره كړل او اوس ويل كېږي چې روسيې د همدغو تمريناتو په غبرګون خپل زور ښكاره كړى دى.
شنونكي وايي، روسيه خپله زور ازمايي له دې كبله هم ښكاره كوي چې په دې وروستيو كې دا هېواد د نړۍ له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ دى او حتى روسي روبلو ته يې د اسهامو په ماركيټ كې ماتې وركړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA