ads

د خوست د لرې پرتو سيمو اوسېدونكي د نجونو ښوونځي غواړي

د خوست ولایت د لرې پرتې غرنۍ ولسوالۍ شمال دومنده اوسېدونکي وایي چې په سيمه كې یې د نجونو ښوونځي بیخي نشته دي. دوی له پوهنې وزارت څخه غواړي چې په سیمه کې یې د نجونو لپاره ښوونځي ورغوي. د خوست ولایت د لرې پرتې غرنۍ ولسوالۍ شمال دومنده اوسېدونکي وایي چې په سيمه كې […]

نویسنده: TKG
28 وږی 1394

د خوست ولایت د لرې پرتې غرنۍ ولسوالۍ شمال دومنده اوسېدونکي وایي چې په سيمه كې یې د نجونو ښوونځي بیخي نشته دي.
دوی له پوهنې وزارت څخه غواړي چې په سیمه کې یې د نجونو لپاره ښوونځي ورغوي. د خوست ولایت د لرې پرتې غرنۍ ولسوالۍ شمال دومنده اوسېدونکي وایي چې په سيمه كې یې د نجونو ښوونځي بیخي نشته دي.
دوی له پوهنې وزارت څخه غواړي چې په سیمه کې یې د نجونو لپاره ښوونځي ورغوي. د خوست د شمال دومنده ولسوالۍ اوسېدونکی حسن جان همدا خبره کوي. نوموړی وايي چې د دغې ولسوالۍ اړوند په سیدخیلو سیمه کې نږدې پنځه زره تنه، په کوټي خیلو او خویي خیلو کې هم شاوخوا پنځه زره تنه او په انارباغ کې زر کورنۍ اوسېږي، خو د نجونو لپاره فقط یو ښوونځي لري او بس.
د دومنده ولسوالۍ اوسېدونکی جمیل خان وايي چې په ځینو سیمو کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې خنډونه موجود دي، خو په خبره یې د دوی په سیمه کې ښوونځیو ته د نجونو په تګ او زده کړو هېڅ کلتوري محدودیت نه دی وضع شوی:(( که دولت وغواړي چې زموږ د سیمې خلکو ته او په ځانګړي ډول د نجونو لپاره ښوونځي جوړ کړي، د سیمې خلک به ورسره پوره پوره مرسته وکړي.))
که څه هم په ځینو پښتني سیمو کې سخت کلتوري محدویتونه د دې سبب شوي چې د نجونو د تعلیم مخه ونیسي، خو اوس دغه بد کلتور ورو ورو د ماتیدو په حال کې دی.
د خوست د شمال دوه منده ولسوالۍ نفوس تر ۹۰ زرو پورې ښودل کېږي او خلک یې هم له معارف سره ځانګړې مینه لري.
د خوست د دوه منده ولسوال اغاجان توکلي چې کابو یوه نیمه میاشت وړاندې پر دنده ګمارل شي، مني چې په دغه ولسوالۍ کې د نجونو د ښوونځيو شمېر کم دى. نوموړی وایي چې په تېرو څه باندې ۱۳کلونو کې د دومنده لپاره د پام وړ کار نه دی شوی:(( د معارف برخه ډېره كمزورې ده او تر ټولو زیات زیان يې نجونو ته رسېدلی، دوی زیاتره له سواد څخه محرومې دي.))
خو د دومنده ولسوال اغاجان توکلي ژمنه کوي چې لومړنۍ هڅه به یې په دغه ولسوالۍ کې د نجونو د ابتدائیه ښوونځي جوړول وي، هغه وايي:((په سیمه کې زرګونه نجونې ښوونځیو ته د تګ په شرایطو برابرې دي او د کورنۍ غړي هم ورته اجازه ورکوي چې تعلیم حاصل کړي.))
توکلي وايي چې په دې رابطه یې د خوست ولایت د پوهنې له رئیس او د ولسوالۍ د پوهنې له امر سره خبرې هم کړې دي:(( دوی ته مې ټولې ستونزې په ګوته کړې دي، که خدای کول د شمال دوه منده ولسوالي نجونو لپاره به ښوونځي جوړ شي.))
د خوست د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې دوی د دغه ولایت په هره سيمه  کې د پوهنې بهیر پراختیا ته ژمن دي. د دغې ادارې رئیس انجنیر بختور بختیار وایي، که د دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکي له دوی څخه د نجونو لپاره د ښوونځیو څانګې وغواړي؛ نو دوی حاضر دي چې په دې اړوند اقدام وکړي، خو په خبره یې څوک په کورونو کې د نجونو لپاره ټولګي نه ورکوي:(( په تېرو څو کلونو کې ډېر ځله داسې شوي چې خلکو د نجونو په نوم کورونو ته د نجونو ټولګي وړي، خو ښه نتیجه یې نه ده ورکړې، موږ حاضر یو چې د سیمې د خلکو په غوښتنه، څو ټولګي چې څانګه بلل کېږي، دوی ته ورکړو.))
د شمال دوه منده ولسوالۍ د خلکو دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې څه موده وړاندې خوست والي د خپل سل ورځني کاري پلان د اعلان پرمهال وویل چې په خوست کې ۵۵ په سلو کې ښوونځي ودانۍ نه لري.
د خوست ولایت د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دا وخت په خوست كې ۳۲۸ زره نجونې او هلکان په ۴۳۵ ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي. له دې ډلې ۱۱۴ زره یې نجونې دي. دغه راز خوست د معارف په تشکیل کې ۲۰۰ ښځینه ښوونکي هم لري.  د خوست د پوهنې رئيس وايي چې د پوهنې ریاست اړوند په خوست کې د نجونو لپاره ۲۷ دیني مدرسې او دارالحفاظه هم شته چې شاوخوا ۱۴۰۰ نجونې په کې زده کړو بوختې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA